جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهولسي جرګه کې نن بیا دوه ځله فزیکي شخړه شوې ده

ولسي جرګه کې نن بیا دوه ځله فزیکي شخړه شوې ده

تاند، چهار شنبه، د سرطان ۴ مه: ولسي جرګې نن غرمه په وزارتونو کې د سرپرستۍ په پای ته رسولو او دغه جرګې ته د رایې اخیستو لپاره د وزیرانو په ورپېژندلو بحث درلود، خو نننۍ غونډه د ولسي جرګې د یو شمېر وکیلانو ترمنځ د فزیکي شخړې له کبله بې پایلې پای ته ورسېده.

په ولسي جرګه کې نن د چهارشنبې په ورځ دوه ځله د وکیلانو ترمنځ فزیکي شخړه وشوه خو د شخړې پرمهال به په رسنیو د غونډې نشرات بند شول او شخړې به د تړلو دروازو ترشا وشوې.

د جرګې غړی عبدالرووف انعامي وایي چې د جرګې غونډې څو تنو برمته نیولي او د جرګې اداري پلاوی هم د ناستو په مدیریت کې پاتې راغلی دی.

نوموړی وایي: ((یو دوه تنه هره ورځ دغه غونډې ګروګان نیسي او د جرګې رییس او اداري پلاوی هم د ناستو په مدیریت کې پاتې راغلی چې دغه کار په جرګه د خلکو باور ورځ تربلې صفر ته نیږدې کوي.))

په ورته وخت کې د ولسي جرګې بل غړی عرفان الله عرفان وایي، ځینې وکیلان په جرګه کې د خبرو له فرصت او په ټوله کې له وکالت څخه ناوړه ګټه پورته کوي او غواړي چې ځان د خپلو موکلینو لپاره اتل معرفي کړي.

نوموړي زیاته کړه: (( له بده مرغه ځینې وخت کم شمیر کسان چې په خپل منځ کې ستونزې لري له دغه فرصت څخه ناوړه ګټه اخلي او له یو بل سره شخړه کوي چې په دې سره غواړي ځان خپلو پلویانو ته اتل معرفي کړي خو دا هم په جرګه د خلکو باور او هم د جرګې په رسمي چارو ناوړه اغېزه کوي.))

په داسې حال کې چې د ولسي جرګې بحث په دولتي ادارو کې د سرپرستۍ فرهنګ په پای ته رسولو و، د دغه جرګې غړی واقف حکیمي وایي، باید له حکومت څخه په جدي توګه غوښتنه وشي چې د سرپرستۍ د قانون په ګډون د ملي شورا ټولې مصوبې عملي کړي.

خو د جرګې بل غړی خالد اسد وایي، حکومت په ډېرو مواردو کې قانون ترپښو لاندې کوي او باید مخه یې ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال نیږدې د ټولو وزارتونو او خپلواکو ادارو مسوولین سرپرست دي، که څه هم د یو شمېر وزارتونو او ادارو لپاره نوماند وزیران معرفي شوي خو لایې هم له ولسي جرګې څخه د باور رایه نه ده ترلاسه کړې.

1 COMMENT

  1. وکیل صاخبانو زیاتی پیسی مصرف کړی او دایی وخت دی چه خپلی مصرف شوی او نوره ګټه هم همدا وخت خاصلیږی۰
    موظف او یا سرپرست وزیران دی ایمان وجدان او دا خوار ولس ته وګوری او دا د رشوت
    کلتور ته دی نوره خاتمه ورکړی که چا ته بی رشوت رایه نه میلاویږی ولسمشر به بله غوره وظیفه ورکړی مګر د رشوت بواسطه وژیر کیدل به خیانت وی۰مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب