جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهعبدالله د سولې په تړاو ولسمشر غني ته ورغلی او د اروپا...

عبدالله د سولې په تړاو ولسمشر غني ته ورغلی او د اروپا له استازو سره یې هم کتلي

تاند، چهار شنبه، د سرطان ۴ مه: د پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله له ولسمشر اشرف غني سره لیدلي او د سولې پروسې د وروستیو انکشافاتو په اړه ورسره غږېدلی.

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي په دې اړه پر خپل ټویټر لیکلي، چې په لیدنه کې د افغان سولې پروسې د راتلونکو ګامونو او د طالبانو او حکومت تر منځ مستقیمو مذاکراتو ته د چمتووالي په اړه خبرې وشوې.

که څه هم تر دې دمه د بین الافغاني مذاکراتو ځای او کره نېټه لا نه دي ټاکل شوي؛ خو ویل کیږي د سولې لومړنۍ تعارفي لیدنه به په دوحه کې وشي.

د یو بل خبر له مخې عبدالله عبدالله د اروپایي ټولنې له خاصو استازو سره هم د سولې په تړاو غږېدلی او دې لیدنه کې ټینګار شوی چې ښکیل لوري باید فرصتونه له لاسه ورنکړي.

عبدالله ټینګار کړی چې طالبان باید د سیاسۍ مبارزې له لارې خپلو اهدافو ته د رسېدو هڅه وکړي نه دا چې د زور او جبر له لار‌ې پر خلکو ځان تحمیل کړي.

عبدالله ویلي، ډاډه دی چې طالبانو به هم له تیر څخه زده کړه کړ‌ې وي.
عبدالله زیاته کړې افغانان به له سولې وروسته مرحله کې هم د ګډو ارزښتونو د تحقق لپاره ملګرتیا وکړي.

2 COMMENTS

  1. د افغانستان او ټولې اسلامي نړۍ مشرانو ته یو وړاندیز

    په خواشینۍ سره سږکال د کورونا د وبا له امله د اسلام د مقدس دین د پنځم رکن یعنې د حج مراسم د نورو کلونو په څېر نشي ادا کېدلی او یواځې د سعودي عربستان اتباع به پدې مراسمو کې ګډون کوي .
    د اسلامي هېوادونو مشران ،خصوصا چې د دوی هېوادونه د مختلفو دلایلو له امله په شخړو ، لانجو او جګړو کې اخته دي ، باید له دې فرصت نه استفاده وکړي او سږکال یواځې د هغوی مشران دې د خپلو ولسونو او ملتونو په استازیتوب هلته شرکت وکړي ، په ضمن کې د حج د فریضې د اداکولو ترڅنګ دې په ډېر اخلاص او صداقت سره دخپلو هېوادوالو لپاره د سولې او آرامي د راتلو لپاره په مکه معظمه او مدینه منوره کې د سعودي عربستان د پاچا په منځګړیتوب سره خبرې وکړي او د ستونزو د حل لپاره دې صادقانه تصامیم ونیسي ، انشاءالله د دوی ټولې ګناوې به عفو او د بېرته راستنېدو سره به د ولس له خوا د ملي اتلانو په څېر راستانه شي .

    غ . حضرت صالح زوی

  2. عبدالله تیره ورځ ویلی وو چی موږ طالبانو سره موقت یا لنډمهالی حکومت په اړه د بین الافغانی غونډی کی د میز په سر خبری کوو نو لدی معلومیږی چی دواړه لوری یعنی عبدالله او طالبان دواړه د پاکستان او امریکا او برتانیی مهم کسان دی ځکه خو پمپیو د عبدالله او غنی ترمینځ د جنجال د حل په سر یو میلیارد ډالر بند کړل چی ګمان کیده په ۲۶ د جون باندی امریکا ددفاع وزیر د کانګریس غړو ته سپیناوی ورکړی

    همدی عبدالله د مسعود مهمانخانه کی د جنرال حمیدګل خیال ساته چی هغه د پاکستان د آی ایس آی مشر وو او اوس ملابرادر او ملامنصور د پاکستان په پاسپورت باندی خارجی سفرونه کوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب