تاند، چهارشنبه، د سرطان ۴مه: په ولسي جرګه کې د بادغیس د خلکو استازی ضیاالدین اکازی ادعا کوي چې طالبانو تېره شپه په بالامرغاب کې ۷ افغان کمانډویان او درې ځانګړي ځواکونه وژلي او جسدونو ته یې اور ورا چولی دی.
نوموړی تاند ته وايي، دغه سرتېره تېره شپه د وضعیت د معلومولو لپاره له پوستو بهر راوتلي وو چې طالبانو د اکازیو په سیمه کې ورته کمین نیولی دی او ۱۰ تنه یې ترې وژلي، ۵ نور یې ژوبل کړي دي.
په همدې حال کې ځايي سرچینې وايي، طالبانو د مړو جسدونوته اور اچولی دی خو د دفاع وزارت تاند ته په دې اړه څه نه وايي، بلکې زیاتوي د طالبانو دغه برید یې شاته تمبولی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ملي امنیت شورا تېره اوونۍ د ۱۹ کلونو تر ټولو خونړۍ اوونۍ یاده کړې او ویلي یې دي چې طالبانو په تېرو دریو اوونیو کې ۴۶۲ افغان ځواکونه وژلي او ۷۴۹ نور یې ژوبل کړي دي.
طالبانو بیا په دې تړاو څه نه دي ویلي چې ایا رښتیا یې هم د امنیتي ځواکونو مړو ته په بادغیس کې اور اچولی که نه؟ خو تر دې وړاندې په زابل، لغمان او غزني کې طالبانو همدا کار کړی و چې وروسته پرې بیا دوی منکر شول او زیاته یې کړه چې مړو ته اور اچونه یې قصدي عمل نه و.
۷۱۰ تنه- دا به مبالغه وي یا ټايپي تېروتنه؟
مننه
د طالب مشر ملابرادر په پاکستان پاسپورت نورو هیوادونه سفر کوی او نظامی طالبان بیا په کوټه شورا او پیښور شورا کی ناست وی د خپلی افغان ورور او افغان امنیتی ځواک د وژلو لپاره خپلو جنګیالیو ته د آی ایس آی ملایانو په وسیله نوی فتوا ګانی چاپوی او دلته یی تر وژلو وروسته سوځوی چی دا کار هیڅ اسلامی مخینه نلری مګر برعکس دوی بیا په وردګو کی د امریکایایی ټانکونه ساتنه کوی چی تر پرونه پوری همدا ستری وژل چی دوی د امریکایی عسکرو سترګی دی مګر اوس چی دوی د امریکایی عسکرو او ټانګونه ساتنه کوی هیڅ جنګی ډلی ونه ویل چی طالبان هم د امریکایی عسکرو سترګی دی او کنه؟