یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهتېرو ۲۴ساعتونو کې ۶۰۹ کورونا ناروغان روغ او ۲۳۴ په دې ویروس...

تېرو ۲۴ساعتونو کې ۶۰۹ کورونا ناروغان روغ او ۲۳۴ په دې ویروس اخته شوي

تاند، چهارشنبه، د سرطان ۴مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو۲۴ ساعتونو کې یې د کورونا ۲۳۴ مثبتې پېښې او له دې ناروغۍ څخه ۲۱ مړینې ثبت کړې دي.

وزارت تاند ته په ورکړي معلوماتي لیست کې ویلي، د ۲۳۴ تازه پېښو په ثبت ټول هېواد کې د کورونا رسمي ارقام ۲۹ زره او ۷۱‍۵ ته لوړ شوي دي.
د راپور له مخې تر ټولو زیاتې پېښې بیا هم په کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، کندهار او پکتیا کې ثبت شوې دي.

همدا راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱ هېوادوال له کورونا څخه مړه شوي دي چې د ټولو مړو شمېر ورسره ۶۳۹ ته لوړ شوی دی.
په تېرو ۲۴ ساعتونوکې همدا راز له کورونا څخه ۶۰۹ کسان روغ شوي چې د روغو کسانو مجموعي شمېره ورسره ۹ زره او ۸۶۹ ته لوړه شوې ده.

دا شاوخوا پنځمه ورځ ده چې د عامې روغتیا وزارت د ادعا له مخې په هېواد کېد کورونا پېښې مخ په کمېدو دي.
خو نړیوال راپورونه ښيي چې کورونا د افغانستان په شمول ټوله جنوبي اسیا کې ورځ تر بلې د شدت پر لور روانه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب