پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهامریکا: له افغانستان سره د پاکستان د سوداګریزو لارو د خلاصېدو هرکلی...

امریکا: له افغانستان سره د پاکستان د سوداګریزو لارو د خلاصېدو هرکلی کوو

تاند، چهارشنبه، د سرطان ۴مه: امریکا له افغانستان سره د سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره د تورخم، چمن او غلام خان بندرونو د پرانیستې هرکلی کړی دی.

پاکستان، د تورخم او چمن بندرونه له دریو میاشتو راهیسې د کورونا په بهانه د افغاني صادراتو پر مخ تړلي وو، خو د غلام خان بندر بیا له دوه کلونو راهیسې د ستونزې ښکار و چې د یکشنبې په ورځ د روانې جون میاشتې په ۲۲مه دا ټول بندرونه پرانیستل شول.

د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي بیورو پر ټویټر پاڼه په دې اړه لیکل شوي، د افغانستان او پاکستان تر منځ د تجارت پراختیا به د دواړو هیوادونو د اقتصاد لپاره ګټه وکړي: (( خوشاله شوو چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزو اړیکو د ودې لپاره غلام خان بندر پرانیستل شو، دا به د دواړو هېوادونو لپاره اقتصادي ګټه وکړي.))

پاکستان له افغاني لوري سره پریکړه کړې چې د افغاني صادراتو پر مخ د تورخم، چمن او غلام خان بندر د پرانیستې سره به د ډریورانو د کرونا ټیسټونه ترسره کېږي او هر یو موټر به هم له دواړو غاړو ضدعفوني کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...