جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهملابرادر او نور طالب مشران په پاکستاني اسنادو سفر کوي

ملابرادر او نور طالب مشران په پاکستاني اسنادو سفر کوي

تاند (چهارشنبه، د سرطان ) د طالبانو د قطر د دفتر مشر ملا عبد الغني بردار پاکستانی تابعیت لري او په پاکستاني پاسپورت او پاکستاني هویت سفرونه کوي.

یوې سرچینې، چې ادعا یې کوله په قطر کې له طالب استازو سره نژدې اړیکې لري، تاند ته د ملابرادر د پاکستاني شناختي کارد او پاسپورت عکسونه هم سپارلي دي.،

ملا بردار ته د پاکستان حکومت د محمدعارف اغا  د سید محمد نظیر اغا زوی په مستعار نوم پاسپورت او پاکستاني شناختي کارت ورکړی دی.

دې سرچینې، چې نوم يې نه دی ذکر شوی، رسنیو ته ویلي چې د طالبانو د دوهم نمبر مشر ملا برادر زوی موسی کلیم هم د محمدنعیم اغا ولد محمد عارف اغا په مستعار نوم د پاکستان رسمي پاسپورت او شناختي کارت لري.

د ملا بردار په پاکستاني پاسپورت کې د هغه د مور نوم لال بي بي ثبت شوی او د کراچۍ ښار د ګلستان جوهر سیمې اوسیدنکي معرفي شوی دی.

منبع وايې چې دا پاکستاني پاسپورتونه په ۲۰۱۴ کال ملا بردار او د هغه زوی موسی کلیم ته، چې اوس د پلار خاص سلاکار دی، توزیع شوي دي.

تر دې مخکې طالبانو ویلي وو چې د دوی د قطر د دفتر غړي د افغانستان په پاسپورت سفر کوي.

طالب چارواکو دا هم ویلي و چې د افغانستان د حکومت مامورینو په خپل لاس د افغانستان پاسپورټونه د دوی غړیو ته ورکړي دي.

5 COMMENTS

  1. فکر کوم دا به د دوی اصلي شهرت وي ، ځکه اصلي ملابرادر به لا پخوا وژل شوی وي . د محمد عارف آغا هېڅ کړنه ، خبرې او نیت له افغانیت سره سمون نه خوري . طالبان او ملت باید د دغو پیرکرم شاه یا زمونږ د عصر دیود جونس ، ګوډ ملا ، ملاصبور او نورو ګوډاګیانو اصلي څهرې وپېژني .

  2. د افغانستان ریس جمهور څخه یی ونیسه تر وزیر مامور پوری بهرنی یا خو د امریکا پاسپورت لری او اروپایی ملکونو.
    ملا برادر بیا هم د یوه اسلامی هیواد پاکستان پاسپورت لری،ریس جمهور ته ګوره چه د امریکا پاسپورت په جیب کی ګرځوی،
    د ګل زمان سندره،
    ګل موکی وزیری مڼه په جیب کی ګرځوی،
    په لالی مینی منګی د بر ګودر ته ولآړی،
    هم طالیب لوړ پوړ چارواکی،او هم دولتی لوړ پوړی چارواکی دواړه غلامان ،او د د دواړو ایڼده تضمین ده،په امریکا او پاکستان کی،
    ولسه د ځان غمونه کوی

  3. ټولو ته ښه معلومه ده چې د افغانستان لانجه یو نړیواله لوبه ده مګر بیا هم پرې سرونه خوږوئ. تر څو چې ملت رابیدار نشي او د ځان پوښتنه ونکړي دا لوبه نه ختمیدونکې ده. هسې پرې وخت مه ضایع کوئ.

  4. متل دی وایی : زه د ابۍ مزدور او ابۍ د کلي مزدوره .
    کرنیل محمد عارف آغا د فکیستان مزدور ، فکیستان بیا د امریکا مزدور.

  5. مزدوری هم اندازه لري. دلال طالب په نامه یو شمر خرکوس ملایان خو په یو شی هم بندواز نه دي. پرون يي په بادغیس کی د ملي اردو سرتیری ته اور ورته کری. دداسی مسلمان او انسان په مور يی ومندم چی دومره ذلیل وي چی خپل د بادار د خوشحالی لپاره خپل د ورور مري ته اور ورته کوي. خاندان د غیمه طالب دوس دلاله له داسی مسلمانی او افغانیت سره. افغانانو خو والله که د روس مري ته هم اور اچولی وي. ته د کوم ولي او پیغمبر فتوا لری چی دا کار کوي؟ په کوم مذهب او دین يي؟ له اعمالو او تذکرو مو داسی شکاري چی تور مخی ، بی نصبه، بی دینه، بی ایمانه، او شرمیدلی پنجابیان ياستی دلالانو د پشتنو لنگی پریزدی او پاکستانی جامی مو واغوندی او په نره ووایاست چی پنجابی چلوان یاستی. لعنت مو په داسی بی غیرته او بی عزته ژوند شه، که د غیرت په نامه کوم شی لرئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب