شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهمیدان وردګو کې طالبانو د امریکايي ټانکونو ساتنه کړې ده

میدان وردګو کې طالبانو د امریکايي ټانکونو ساتنه کړې ده

تاند، چهارشنبه، د سرطان ۴مه: تاند ته له میدان وردګو څخه یو شمېر سرچینو خبر ورکړی دی چې طالبانو د امریکايي کاروان د تېرېدو پر مهال ساتنه کړې ده.
په دې اړه ځايي خلکو تاند ته انځورونه استولي دي چې ښيي، یو لوی شمېر طالب وسله وال د امریکايي ځواکونو شا او مخته روان دي تر څو د هغوی د تېرېدو پر مهال ساتنه وکړي.

د ملي امنیت یوه سرچینه هم تاند ته وايي، دوی خبر دي چې د قاري طلحه غزنوي په نوم د یو نظامي مسوول لږ تر لږه ۱۵۰ تنو وسله والو یې په میدان وردګو کې د امریکايي ټانکونو د ولاړ کاروان دوه ورځې ساتنه کړې ده.
دغه سرچینه وايي، د امریکایانو یو کاروان چې له سویل څخه کابل ته راروان و، طالبان ورسره وو او په میدان وردګو کې یې یو ټانک خراب شوی دی چې دوه ورځې یې ځايي وسله وال د پهرې او څوکیدارۍ لپاره درول شوي وو.

په ټولنیزو رسنیو کې هم په دې اړه انځورونه ښکته پورته کېږي او طالبانو ته خلک اوس د امریکايي قراردادیانو تر څنګ د امریکایانو د سکوټ یا ساتونکو لقبونه کاروي.

په ټولنیزو رسنیو د طالبانو سرسخته منتقد جلال امرخېل چې ادعا کوي طالبانو یې د فیسبوک اکاونټ ور تړلی دی، په خپل ټویټر یې طالبانو ته د میدان وردګو له سیمې څخه د امریکایانو د کاروان د تېرولو په تړاو پېغور ورکړی دی: (( د امریکایانو د ټانکونو چوکیدارۍ ته ودرېږئ بیا ورپسې ولیکئ چې دا خو د حدیبیې صلحه ده او موږ یې وتلو ته مصوونه لار ګورو، چې څوک په وتلو کې ورباندې برید ونه کړي.))
جلال الدین رستم بیا په تمسخر لیکلي دي چې دا د امریکایانو مسلم حق دی چې په افغانستان امریکایان ازادانه له ټانکونو سره وګرځي.

خو طالبانو بیا ویلي، چې د دوحې د تړون له مخې د امریکايي ځواکونو د خروج مرحله پيل شوې ده او طالبان د هغه څه په اړه خبر کړای شوي دي چې امریکايي ځواکونه یو شمېر هډې پرېږدي.

دوی دا خبره بده نه ده ګڼلې او میدان وردګو کې یې د امریکايي ځواکونو لیدل شوي کاروان څخه د طالبانو د ساتنې دفاع یې کړې ده.

طالبانو په داسې حال کې د امریکايي ټانکونو د ساتنې له موضوع دفاع کړې ده چې دغې ډلې له افغان حکومت سره د اوربند غوښتنه بیا بیا غیر منطقي بللې ده.

3 COMMENTS

  1. جنرال مکینزي: طالبانو له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو شرطونه په ځای کړي نه دي
    https://taand.net/?p=4011

    د سولې له هوکړې وروسته هدفي وژنې زیاتې شوي دي
    https://khabarial.com/pa/archives/5118

    د قطر پلازمېنې دوحه کې د امريکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې له لاسليک کېدو وروسته افغانستان کې هدفي وژنې زياتې شوې دي.

    د دغو وژنو ډېرېدل ژورې اندېښنې را ولاړې کړي دي، په ځانګړي ډول داسې حال کې چې ټولې مخالفې ډلې د دغو وژنو د مسؤړليت له منلو ډډه کوي.

    کابل کې د ديني عالمانو اياز نيازي او عزيزالله مفلح ترور، پروان کې د ملي امنيت د يوه غړي وژل کېدل، کاپيسا کې د يوه قاضي په نښه کول او د کابل دهمزنګ کې د يوه پوليس ويشتل او ده سبز کې د پنځو څارنوالانو وژده د دغو مرموزو وژنو غټې بېلګې دي.

    افغان امنيتي چارواکي په دې بريدونو کې طالبان پړه بولي او وايي چې طالبانو دغو پېښو لپاره مناسب بستر جوړ کړى دى.

    يو شمېر هېواد وال بيا دا ټولې پېښې د امنيتي بنسټونو د کشفي او استخباراتي ناتوانۍ له امله بولي.

    د همدې پېښو په غبرګون کې اوس تازه د کورنيو چارو وزارت د کابل ښار د دويمې، دريمې، نولسمې او پنځلسمې امنيتي حوزو امرين بدل کړي دي.

    ځيني پوځي کارپوهان وايي کابل ښار کې يو شمېر خطرناکو شبکو فعاليت پيل کړى او امنيتي بنسټونو ته په کار دي چې د ترور طرحې کشف او شنډې کړي.

    هدفي وژنې، ترهګریز بریدونه او د دې ترڅنګ، په وروستيو اوونيو کې د افغان امنيتي ځواکونو تلفات هم زيات شوي دي.

    پرون د ولسي جرګې غړو هم د روان نا امنه وضعیت له امله د امنیتي بنسټونو چارواکي استجواب کړي وو.

    د استجواب ناسته د امنیتي چارواکو په غوښتنه د تړلو دروازو تر شا ترسره شوې وه.

    ولسي جرګه هم د روانې نا امنۍ ولامل په امنیتي بنسټونو کې کمزوری مدیریت بولي.

    د دې جرګې غړي وایي، هېواد کې د ملکي او نظامي وګړو ترور او د مرګ ژوبلې زیاتېدنه په امنیتي بنسټونو کې د کمزوري مدیریت څرګندونه کوي.

    د دوی په باور وسله وال مخالفین د کابل د دروازو تر شاه فعالیت کوي.

    د طالبانو له لوري د ورانکارۍ او وحشت زیاتېدو سره هدفي وژنې هم زیاتې شوي چې کومه وسله واله ډله یې هم پړه نه اخلي او امنیتي چارواکي یې د طالبانو کار بولي.

  2. هو هغه تانکونه چه مفسد رژیمونه له برکته یی مفسد نظام تر اوسه د خلکو ست نو باندی پخه ایشی ده او حکمروایی لری.
    تانده !لژ شرم وکه

  3. هو هغه تانکونه چه مفسد رژیمونه له برکته یی خپل مفسد نظامونه تر اوسه د خلکو ستونو باندی پخه ایشی ده او حکمروایی لری.
    تانده !لژ شرم وکه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب