شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهافغانستان ته نړیوالې الوتنې پیل شوې

افغانستان ته نړیوالې الوتنې پیل شوې

تاند، چهارشنبه، د سرطان ۴مه: د ملکي هوايي چلن ادارې خبر ورکړی چې تر درې میاشتنې ځنډ وروسته له کابل هوايي ډګر څخه نړیوالې الوتنې پيل شوې.
د هوايي چلن ادارې ویاند نعیم صالحي تاند ته وايي، ترکش ایرلاین لومړنی نړیوال هوايي شرکت دی چې له کابل څخه یې پروازونه عملان پيل کړي دی.

نوموړی وایي، ترکش ایرلاین په خپله لومړۍ الوتنه کې نن چهارشنبه سهار ۳۵۰ مسافر له ترکیې استانبول څخه کابل ته رارسولي دي.

نوموړی وايي، سبا پنجشنبه به د اماراتو هوايي شرکت هم کابل ته پروازونه پیل کړي چې د مهالوېش له مخې به ترکش ایرلاین په اوونۍ کې ۴ او امارات هوايي شرکت به درې الوتنې د کابل هوايي ډګر څخه کوي.

د صالحي په خبره د افغانستان خپلو هوايي شرکتونو اریانا او کام ایر هم د نړیوالو پروازونو په لړ کې ترکیې او دوبۍ ته الوتنې پيل کړې دي او په عادي شکل دا لړۍ روانه ده: (( هغه مسافر چې له هیواده بهر تګ غواړي ضدعفوني مواد او ماسک باید استفاده کړي او د زکام علایم ونلري.))

نوموړی همدا راز وايي، له هغې ورځې چې په افغانستان کې د کورونا لومړۍ پېښه ثبت شوې او پروازونه بند شوي وو، تر دې دمه دریو میاشتو کې د افغانستان د هوايي چلن ادارې عایدات ۲ میلیارده افغانۍ کم شوي دي: (( اریانه هوايي شرکت ۱۲ میلیونه او کام اییر ۲۰ میلیونه ډالر تاوان کړی دی.))

دا په داسې حال کې ده چې د کورونا له کبله د افغانستان پر هوايي مسیر د هغو پروازونو شمیر هم کم شوی و چې کابل ته به یې حق العبور ورکاوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب