جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهکورونا د افغانستان عواید ۲۰ میلیارده افغانۍ کم کړي دي

کورونا د افغانستان عواید ۲۰ میلیارده افغانۍ کم کړي دي

تاند، چهار شنبه، د سرطان ۴ مه: مالیې وزارت چارواکي وايي، د کورونا له امله د هېواد ملي عواید کم شوي او په تېرو څو میاشتو کې ملي عوایدو ته ۲۰مېلیارده افغانۍ زیان رسېدلی دی.

د وزارت د سرپرست عبدالهادي ارغندیوال په خبره، لا هم د مالیې وزارت کې ګڼې ستونزې دي او ملي عواید په رڼه بڼه د حکومت خزانې ته نه رسېږي.

دی وايي، د ګمرکونو، مالیو او نورو برخو عواید د دې پر ځای چې د حکومت خزانې ته ورشي، د یو شمېر اشخاصو شخصي جېبونو ته ځي خو ویې نه ویل چې ملي عواید د کومو اشخاصو جېبونو ته ځي.

ارغندیوال یو ځل بیا ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به ملي عواید د حکومت خزانې ته ځي او له دې وروسته فاسد اشخاص نه‌شي زغملی.

افغان حکومت تر ډېره بریده په بهرنیو مرستو متکي بلل کیده خو په دې وروستیو کې حکومت د خپلو عوایدو پر مټ د نیمایي بودیجې د خپله برابرولو وړتیا ترلاسه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...