جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهملابرادر په لومړي ځل افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له استازې سره...

ملابرادر په لومړي ځل افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له استازې سره کتلي

تاند، یکشنبه، د سرطان لومړۍ: افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کابل دفتر مشرې ډېبورا لیوینز په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مرستیال ملا برادر سره لیدلي دي.

د یوناما په رسمي‌ ټویټرپاڼه لیکل شوي چې مېرمن لیوینز له ملا عبدالغني برادر سره په خبرو کې په افغانستان کې د سولې په اړتیا غږېدلې ده او دا یې کاملا یو دوستانه ملاقات بللی دی.

یوناما ویلي، د ملګرو ملتونو استازې په دې لیدنه کې د یوې داسې عادلانه سولې اړتیا په ګوته کړه چې د ښځو، ځوانانو او اقلیتونو په ګډون ټول افغانان په کې شامل وي.

یوناما نه دي ویلي چې دا غونډه کله شوې ده، خو دا لومړی ځل دی چې د یوناما مشره قطر کې له طالب مشر سره مخامخ خبرې کوي.

دېبورا لیوینز څه موده مخکې د یوناما د مشرې په توګه کار پیل کړ.

د دېبورا لیوینز او ملا برادر ترمنځ دا ملاقات داسې مهال کیږي چې ویل کیږي بین الافغاني مذاکرات به ژر پیل شي.

افغان حکومت د دغو خبرو لپاره استازي ټاکلي دي او وايي‌ چې ژر به نېټه او ځای یې اعلان شي.

دواړه خواوې هیله لري چې په بین الافغاني مذاکراتو کې به افغانستان کې دایمي سولې ته یوه لار ولټول شي.

د امریکا متحدو ایالتونو د فبرورۍ په ۲۹ نېټه په قطر کې له طالبانو سره تړون وکړ چې په اساس به یې وسلوال طالبان پر بهرنیو ځواکونو بریدونه نکوي، افغان حکومت به د طالبانو ۵۰۰۰ او طالبان به ۱۰۰۰ افغان حکومتي بندیان پرېږدي.

افغان حکومت وايي شاوخوا ۳۰۰۰ طالبان یې خوشي کړي دي او طالبان هم وايي‌ چې سلګونه افغان عسکر یې پرېښي دي.

امریکايي چارواکي وايي‌ که له طالبانو سره د تړون ټول شرایط عملي شي، دوی به له افغانستان څخه خپل ټول سرتېري وباسي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت وايي طالبانو په دې وروستیو کې په افغان امنیتي‌ او دفاعي ځواکونو بریدونه زیات کړي دي.

2 COMMENTS

  1. اف، افغانستان څه نالوستو او جاهلو خلکو ته پاتې شو. هغه برادر چې نه اصل لري نه یې شکل د انسان دی او نه یې کردار د سړي دی نړیوالو او بادارانو ترې قهرمان او د افغان بهادر ملت استازی جوړ کړ. ملته چې ویده او ګونګ یاست دغه لوبې به درسره کیږي.

  2. همدا ملت او همدا يې شوروا، کله چې ملت جاهله سي نو ولې به ښغالان په پړانګانو نه بدليږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب