جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeمقالېد بقا محور | زلمی نُصرت

د بقا محور | زلمی نُصرت

دویمه برخه

 موږ وویل چې زموږ فتوحات، جنگونه او یرغلونه عارضې ول نه ملې او نه هم حقیقي. 

په دې مانا چې:

 موږ ډیری ځایونه فتح کړل، خو خپل دین، ژبه ،اخلاق، عادات او نور خپل ملي ارزښتونه مو رایج نکړل، د فتح ځای مو قبضه نکړ، نو ځکه زموږ فتوحات لنډ مهاله، بې دوامه، نا پایداره او عارضي و. 

موږ زیات فتوحات وکړل ایران مو ونیو، د نړۍ ستر,، لوd, او منظم, لښکرو لکه عثماني او روس چې غوښتل ایران اشغال کړي، د افغان اردو یو کوچني ټولگي چې همزمانه له ایرانیانو سره لاس او گریوان ول، عثماني او د روس لښکرو ته هم ماته ورکړه.

افغانانو هند ونیو، کلکته، بنگال، هندوچین ته نږدي تر سیام ولاړل، خپله پاچاهي یې هم اعلان کړه، زحمتونه یې وایستل، قربانې یې ورکړه، ابادۍ یې وکړې، تعلیم،‌ علم او معارف ته یې توجه وکړه، مدنیتونه یې تشکیل کړل، ولسونه یې را ویښ کړل، خو له هغه ځایه چې فتوحات، غلبه او استیلا مو ملي نه وه، اخر مو بې له کوم مقاومته اشغال شوي ځایونه پریښودل او خدمتونه مو غیرو ته وکړل، خو تر نن پورې هیڅوک نه یوازې منندوی مو نه دي، بلکې  له هر لوري د پښتنو د بیخ او بنیاد و ورکولو له پاره توطیې لټوي او غواړي د جنگ اور په دا راپاتي خاوره بالخصوص پښتني ساحه کې بل وساتي.

لکه چې پاس مې اشاره وکړه، له غلبې او استیلا نه وروسته په لکونو افغانان هند کې متفرق پاتی شول، خپله ژبه او نور ملي خصایل یې له لاسه ورکړل او کومه نښه د دوی نه را پاتې نه ده، دا ځکه چې موږ تر دا ننه د خپل ملیت د ملی خصایلو د ساتلو خیال نه ساتو، ‌ملي ارزښتونو ته چې د یو ملت د بقا بنیاد تشکیلوي، بې پروا او بې اعتنا یوو او تل شاهانو او امیرانو اول خپل ملت د خپل قدرت له پاره قربان کړی دی او د قلم پر ځای یې ټوپک په لاس کې ورکړی دی.

سمه خبره دا ده چې موږ په خپل هیواد کې د ننه تر دانن  کومه سمه د ملت سازۍ ستراتیژی نه لرو، بیرون د جغرافیا خو لا پریږده.! 

دا ماتې او ناکامي سبب شوه چې په خپل اصلی ټاټوبي کې هم ونشو کولای چې د ملت اساس ټینګ او قایم کړو.

 نتیجه، له آټکه تر خیبر او کوژک پورې ورسیدو، زیاته خاوره مو له لاسه ورکړه او ډیر خلک مو د فرنگ او بل فرهنگ اسیران شول.

باور شته، که دا بې پروایې او بې اعتنایې دوام پیدا کړي، دا را پاتې هم به اسیران شي.

ځکه چې مرکز گریزه کړیو د پردو په اشاره او لمسون اوس دومره  توان او زور را پیدا کړی چې د افغان له نوم سره علني مخالفت کوي او هغه د افغانانو د ملي هویت په توگه نه مني.

له ملي سرور سره مخالفت کول، د الکترونیکې تذکرو له ویش سره مخالفت کول،  دوه سري حکومت جوړول، د دوو تحلیفونو اجراکول، قومي ویش او تضادونو ته پوکی وهل، د قوم او ژبې او سمت پر حساب د دولتي چوکیو ویش، د قوم له افرادو، ژبې او منطقي سره مخالفت، نفرت او ضدیت دا ټولې هغه نښی دي چې دا را پاتې خاوره هم د بربادی لوري ته بیايي.

دا ټول د پردو وارداتي ایدیالوژیو گ او فرهنگونو د جبري تپلو او عملی کولو تاثیرات دي چې ورو، ورو  له خپله اصله  څخه بیلیږو.

یادونه: په لیکنه  کې مې د محمد ګل خان مومند د قلمې یادداشتونو نه چې کال ۱۳۲۶ لمریز ته رسیږي او په دري ژبه لیکل شوي، اعظمې استفاده کړې ده.

نور بیا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب