په نړۍ کې کمې بېلګې لیدل شوي، چې یو څوک دې د خوشحال خان ( ۱۶۱۳ – ۱۶۸۹م کلونه) د شهباز د زوی په څېر د تورې او قلم خان وي.
توره په میړانه وچلوي او د قلم په ژبه خپل ولس بیدارۍ او د ښه ژوند لوري ته وهڅوي. په دې لیکنه کې خپل مسلک ته په پام سره د خوشحاله خان خټک پر نظامي وړتیا او مهارتونو خبرې کوم.
نوموړی د خپل پلار له مړینې وروسته د خپل ټبر(د خټکو قبیله) له خوا د پلار پر ځای مشر وټاکل شو.
د خوشحال خان مشر نیکه ملک اکو (غور نیکه) چې د هند د مغولي اکبر پاچا پر وخت يې ژوند کاوه، د خټکو د قبیلې د ریاست باني و. په پښتونخوا کې اکوړه خټک د ده په نامه یادېږي.
خوشحال خان د مغلي پاچاهانو، شاه جهان او اورنګزېب د واکمنیو پر مهال ژوند کاوه او له اورنګزېب سره د دښمنۍ له کبله يې د قلم تر څنګ تورې ته لاس کړ او د مغلو د زور او ظلم پر ضد يې په دې غږ چې:
د افغان په ننګ مې وتړله توره
ننګیالی د زمانې خوشحال خټک یم
د تورې او قلم مبارزه پیل کړه. نوموړي د ژوند تر پایه خپله توره په تیکی کې نه کړه او خپل قلم يې تاند وساته، نو ځکه دغه دواړه توکي توره او قلم د ده تاریخي ميراثونه ګڼل کیږي.
خوشحال خان به د قلم په ژبه خلکو ته د ښه ژوند لارې چارې ور ښودې. د ننګ، غیرت، سخاوت او کامرانۍ سبق به يې ورکاوه. په همدې توګه به یې د ظالمانو په مقابل کې د وسله والې مبارزې له پاره ځوانان سره یو کول او دوی ته به يې پوځي فن او هنر ښوده او ویل به يې:
په دنیا د ننګیالو وي دا دوه کاره
یا به وخوري ککرۍ یا به کامران شي
او یا به يې پر ځوانانو غږ کاوه او ویل به یې:
ښه ځوان به خپل هوډ پرې نه ږدي له لاسه
که يې سر شي د خوني زمري تر زامه
خوشحال خان یوازې د تورې او قلم خان نه و، د دې تر څنګ نوموړي د بشپړ تدبیر، حکمت او فضلیت څښتن هم و. پوځي او سیاسي پوهه، جګړه ییز او مادي چمتووالي، د پوځي او سیاسي اړینو ستراتیژیو پر اصولو عمل، د ده د فلسفې او سیاسي افکارو ځانګری مضمون جوړاوه. همغه و چې نوموړي به اکثره وخت قلم د تورې پر ځای کاراوه او ویل به يې:
په خوب کې په لړزه پرېوځي له ګټه
چې د چا تر غوږ زما د تورې شرنګ شي
خوشحال خان به ټول وخت خپل ملګري تدبیر او یووالي ته رابلل، ځکه تدبیر او یووالی د ده د فضلیت او حکمت ستره برخه وه. د خپل ټبر له بې اتفاقۍ یې سر ټکاوه او د ټولنې نیمګړتیاوو ته یې هم په شعر کې اشارې کړې دي.
ده به ویل، ډیرې وخت تدبیر له تورې میدان ګټلی دی او ټول وخت پر توره اتکا کول د ناپوهانو کار دی، ده به د تدبیر په هکله ویل:
څو په تورو، په توبرو، په نیزو شي
صد چندان شي په تدبیر په هنرونو
نوموړي له بې اتفاقۍ تل نفرت کاوه او تل به يې خپل ټبر او خپل ملګري اتحاد او یووالي ته رابلل او له بې اتفاقیو به يې شکایت کاوه، ویل به يې:
چې مغلو ته مې وتړله توره
درست پښتون مې و عالم و ته ښکاره کړ
اتفاق په پښتانه کې پیدا نه شو
که نه ما به د مغل ګرېوان پار کړ
افغانانو ټول وخت له ډېر پخوا څخه له وسلو سره مینه درلوده. د تاریخ په اوږدو کې تر دې دمه به يې وسلې ساتلي او د یرغلګرو پر ضد به يې ترې کار اخیسته. په همدې توګه هغه ټوپک چې اوس د خوشحال خان په نامه د لرغونو وسلو په موزیم کې شته، د خوشحال له پلار څخه نوموړي ته په میراث پاته دی.
پر ټوپک داسې لیکنه شوې ده:
«از سرکار شهبازخان خټک سنه ۱۰۱۸.»
اوس هم دغه یو پلته يي ټوپک د لرغونو وسلو په ډله کې خوندې دی. دا د دې ښکارندوی ده چې د خوشحال خان پلار او نیکونو له وسلو سره مینه درلوده.
عبدالباري جهاني د خوشحال خان خټک په باب لیکي:
«خوشحال خان په خپلو حماسو کې د تورې داسې شرنګ لري چې نه تر ده مخکې او نه تر ده وروسته د چا تر غوږونو رسېدلی دی. د خوشحال د حماسې کمال په دې کې دی چې څه باندې درې پیړۍ وروسته اوس هم هغسې خوند لري او زه یقین لرم چې تر څو پښتانه وي دا خوند به یې همداسې پاته وي.»
مخکې هم وویل شول چې خوشحال خان د ځوانانو پر قوت او غښتلتوب باور درلوده او ټول وخت به يې ځوانان د مغلو پر ضد جګړې ته هڅول، همغه و چې د نوموړي د لښکر په ډیر شمیر به ځوانان وو.
په دې هکله به یې ویل:
ما په ننګ د پښتانه ځوانان قربان کړل
بیا مې غوره غوره جمع ښه ځوانان کړل
شل زره ځوانان لرمه همه له یوه ذاته
واړه یګانه، شا په خدمت کې را ته خمه
خوشحال خان د خپلې قبیلې خان او مشر و، د قبیلې مشرانو او ځوانانو به د ده قومانده منله او د ده په قومانده به يې په جګړو کې ګډون کاوه. په دې هکله به نوموړي ویل:
واړه دېرش زره خټک دي
درست زما وو په فرمان
په لښکر به زما خرڅ وه
یا مې خرڅ وه په مهمان
خوشحال خان به خپل لښکر ښه روزه او پر هیواد او خپلو خلکو مئین کسان به يې خپل لښکر ته راوستل او پوځي ښوونه به يې ورکوله او بیا به يې د مغلو پر ضد جګړې ته تر خپلې قوماندې لاندې لېږل.
همغه و چې په ډیرو جګړو کې د ده لښکر بریالی و. د خوشحال خان د مهال د ډیرو مهمو جګړو (خیبر جګړې ۱۶۷۲)، د (کرپې غاښې یرغل ۱۶۷۴) د (نوښار د کوټ ماتوونکي ګزار ۱۶۷۳)، (په باجوړ کې د خاپش غاښې) او د جګدلک د پوځي بري یادونه کولای شو.
د خوشحال خان لښکرو به د نورو وسلو تر څنګ د مغلو په څېر له لیندیو هم ګټه پورته کوله. د مغلو پوځیان د لیندۍ په واسطه په نښه وېشتلو کې ډېر ماهر وو، د دښمن د لیندیو په هکله به يې ویل:
خپل پردي چې چا لینده په لاس اخیسته
هر یو کړه په ما تشه درسته درسته
همغه وه چې ده به د ليندۍ د استعمالولو په هکله ډیره پاملرنه کوله او ویل به يې:
لیندۍ چې نه وي په غوږ سمه
غشی چې کوږ وي پر خانه کمه
نه به د نخښې ګزار پرې وکړي
نه په غشی کړي غرڅه بې دمه
ګورګانیانو به د لیندیو په واسطه د ۶۰ او ۷۰ مترو په واټن کې پیاله نه خطا کوله، وروسته کله چې د خوشحال خان په پوځیانو کې لیندۍ ویشتل رواج شول، پلي پوځیان به د سپرو پوځیانو په پرتله په نښه ویشتلو کې ډیر تکړه وو.
له دې کبله به خوشحال خان ویل:
«هغه پوځي چې د اس پر شا ښه غشی ولي، له ډېرو نیزه چلوونکو بهتره وي.»
ده به ویل:
ښه یو سور د تیر انداز و
نه ګورم د نیزه بازو
د ګورګانیانو او خوشحال خان پوځیانو به په جګړو کې له ټوپکونو هم ګټه پورته کوله، هغه مهال به ټوپکونه اکثره پلته يي وو. خوشحال خان به د ټوپکونو د استعمال په هکله ویل:
ښه په خوله ګولۍ خوړلې د ټوپک
نه مړۍ د یتیمانو د خنک
د کينډيو په ځیګر کې يې ګولۍ وي
که ليدلی چا زما د ښکار تفنګ دی
د ټوپک د ویشتلو په لوګيو
بل اسمان اتم پیدا شو کبود ځای
ښکار د ټوپک نشته، نه ښکار د باز شته
که مې په زړه کې د دواړو راز شته
خوشحال خان به د افغانستان جغرافیوي جوړښت ته په کتو د خرپ او ترپ جګړو ته ډیره پاملرنه کوله.
ده به ویل:
«په غرونو کې سل او زر سره مساوي دي.»
ده به په جګړو کې د دښمن د مانورونو او شپنیو عملیاتو په مقابل کې کلک سنګرونه، مورچلې او کلکې کلاګانې اړینې بللې، خو له بده مرغه د ده پوځیانو به دې مسالې ته پاملرنه نه کوله، نو نوموړي به د شکایت په توګه ویل:
خدای وکړي دغه چارې، په ما واړه وکړي زړه
څو چارې غلط شوم چې مې لوی کړ احمق تره
بل چې مې یو کوټ محکم بنا نه کړ په غره
بل چې مې په توره په خدمت غرور کاوه
ضیا الحق سیند لیکي:
«مغلو د خپل مقصد د پاره خټک او یوسفزي یو د بل سره جنګ جګړو اخته کړي وو، ځکه شاه جهان پوهیده چې بې له خټکو د دوستې او ملګرتیا څخه په پښتنو باندې حکومت نشي کولای، نو په دې اساس هغه د خټکو سره ظاهري وضع ښه کړې وه، مګر په باطن کې یې خټکو ته هیڅ کوم داسې لوی منصب نه و ورکړی.»
خوشحال خان کلونه کلونه د مرګ تر ورځې پورې د مغلو پرضد جګړې وکړي، خو له بده مرغه مغلو به د افغانانو له بې اتفاقیو ګټه پورته کوله او یو بل به يې په خپلو کې سره جنګول.
د مغلو پاچا اورنګزېب به تل ویل:
«یو هډ په بل هډ مات کړئ.»
خوشحال خان به هم د افغانانو له بې اتفاقیو شکایت کاوه او ویل به يې:
دا منصبونه دا انعامونه
واړه زندۍ دي، واړه داغونه
او په بل ځای کې د افغانانو د سترې ناروغۍ چې د سرطان د دانې په څېر يې تر اوسه درمل نه دي پيدا شوي، داسې وايي:
هره چاره د پښتون تر مغل ښه ده
اتفاق ور څخه نشته ډیر ارمان
د بهلول او شیرشاه خبرې اورم
چې په هند کې پښتانه وه بادشاهان
شپږ اوه پیړۍ يې هسې پاچاهي وه
چې په دوی پورې درست خلک وو حیران
یا خو هغه پښتانه نور وو دا څه نور شول
یا د خدای دی اوس دا هسې شان فرمان
که توفیق په اتفاق پښتانه مومي
زوړ خوشحال به دوباره شي په دا ځوان
د تاریخ په اوږدو کې بې اتفاقي د افغان ملت ستره بدمرغي ده، ټول وخت يې په جګړه کې ګټلې، خو د بې اتفاقۍ له امله تل د نورو ملتونو د پرمختګ پر وخت شاته پاته شوي دي.
خوشحال خان خټک د افغانانو د تاریخ ځلانده څېره ده، ځکه افغانانو ور ته د بابا لقب ورکړي او په کارنامو يې تل ویاړي.