شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهاتمر د ایران د ملي امنیت له سلاکار سره پر دوه اړخیزو...

اتمر د ایران د ملي امنیت له سلاکار سره پر دوه اړخیزو مسلو خبرې وکړې

تاند (یکشنبه، د سرطان ۱) د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر، چې ایران ته په سفر تللی، نن د دغه هیواد د ملي امنیت له سلاکار اډمیرال (امیرالبحر) شمخاني سره ولیدل.

اتمر د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ نن (یکشنبه) تهران ته ورسېد او لومړی یې د دغه هیواد له باندنیو چارو وزیر جواد ظریف سره پر دوه اړخیزو مسلو خبرې وکړې.

د ایران د مهر خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی عباس موسوي وايي، اتمر او شمخاني د افغانستان – ایران د هراړخیزې همکارۍ د سند په چوکاټ کې پر اقتصادي، سرحدي، روغتیايي، طبي او امنیتي همکاریو او دغه راز د اوبو او په ایران کې د مېشتو افغان اتباعو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او ایران د همکارۍ دوه اړخیز سند په درو میاشتو کې بشپړ شي.

ایراني رسنۍ دغه هیواد ته د افغانستان د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر حنیف اتمر د سفر د اصلي اجنډا په اړه څه نه وايي.

د افغانستان د باندنیو چارو وزیر وروسته له دې د ایران د سفر تکل وکړ چې ایران هریرود سین ته شاوخوا ۵۰ افغان پناه غوښتونکي وغورځول او ورپسې یې په یزد کې د افغان پناه غوښتونکو د سپرلیو موټر ته اور ورته کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب