چې کله به هم دولتي چارواکيو او حتی ولسمشرانو له اساسي قانون څخه د دفاع خبره وکړه او یا به یې دا قانون خپلو وسلوالو مخالفینو ته د وارمخکې شزط په توګه یاد کړ؛ نو سمدلاسه به مې یو هڅاند سپین ږیری ذهن کې راوګرځید.
دا سپین ږیری مې څو ځلې د ټلویزیون پر سکرین لیدلی و. خاکساره، سنګینه او سرګردانه. سرګرداني یې له دې وه چې څنګه وکولای شي، خپلو خلکو ته لا نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.
دا دروند مشر غلام صدیق و؛ چې د مخترع لقب یې ګټلی و. خو دا د ځینو په څیر اعزازي او فرمایشي لقب نه و چې د کومې ډلې ټپلې د فشار له کبله ور عطا شوی وي. دا یې د خپل خلاق ذهن او کُنجکاوه فکر محصول و.
ارواښاد مخترع به ټلویزیوني پروګرام کې خپله مهمه، ساده، ارزانه او د اسانه کارونې وړ اختراع تشریح کړه، خوږ او کلیوالي بحث به یې وکړ او بیا به یې اخره کې یوه ګیله وکړه.
دې مستغني انسان، د ځان لپاره څه نه غوښتل. د اولادونو لپاره یې څه نه غوښتل. ده به فقط همدومره ویل چې دولت مې ملاتړ نه کوي، اختراعاتو ته مې ارزښت نه ور کوي. اسانتیاوې راته نه برابروي، کنه نور شیان هم جوړوم.
او له دې سره جوخت به مې ذهن کې د اساسي قانون ۴۷ ماده تاوه را تاوه شوه: ((دولت د مولف، مخترع او کاشف حقونه تضمینوي او په ټولو برخو کې علمي څیړنې هڅوي او ملاتړ یې کوي…))
دې مادې او د صدیق مخترع ګیلې به راته د اساسي قانون په اړه د مقاماتو ټولې خبرې لاپې شاپې ښکاره کړې او همدوی به راته د قانون ناقضین ښکاره شول.
مخترع صیب، له ۳۰۰ ډیر اختراعات کړي و. چې ډيری یې په خپل شخصي ورکشاپ کې په خپلو امکاناتو و .
د دومره ډیرو لاسته راوړنو څښتن، فقیرانه او غریبانه ژوند درلود، چا ورته توجه ونکړه او بالاخره له کمالونو ډک دا فقیر همداسې ډک زړه ګور ته ښکته شو.
و مخترع صیب!
نو تا ولې دلته د انسانانو د سهولت لپاره اختراعات کول؟
تاته د دې بازار تقاضا معلومه نه وه؟
د انسان وژنې الې به دې جوړې کړې وې. داسې ماینونه به دې جوړ کړي و چې غټ پول په بل مخ واړوي. داسې مواد به دې اختراع کړي و چې د بریښنا غټه ستنه د سترګو رپ کې دړې وړې کړي. د فساد او رشوت لپاره به دې اسانه تخنیکونه کشف کړي و. له بیت المال څخه د غلاو لپاره به دې فورمولونه کشف کړي و او… بیا به پوه شوی وې چې څومره مشتریان او ملاتړې پیدا کوې.
نه،
مخترع صیب
نه
ته یو سپیڅلې انسان وې. ته خدای ج د خیر لپاره رالیږلی وې. ستا په لاسونو کې د خیر قوتونه راټول شوي و.
زموږ له کراماتو ډک ملنګه!
ته لاړې؛ خو نوم به دې تل پاتې وي :
” ښه خو دا چې د چا نوم په کې یادیږي
په فاني دنیا به نه وي ژوندی تل څوک “
اروا دې ښاده او قبر دې د ګلونو باغچه شه
د غبرګولي ۲۶مه، ۱۳۹۹
نعمان دوست