جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد بې پولې ډاکتران د برچي زېږنتون بندوي

د بې پولې ډاکتران د برچي زېږنتون بندوي

تاند (سې شنبه، د جوزا ۲۷) د بې پولې ډاکترانو ټولنې د دوشنبې په ورځ وویل، د بل برید له بېرې د کابل په برچې روغتون کې د زېږنتون برخه بندوي.

بې پولې ډاکترانو دا پرېکړه وروسته له دې وکړه چې پر دغه روغتون تېره میاشت درو وسله والو ترهګرو برید وکړ او د نوزېږو ماشومانو او میندو په ګډون یې ۲۴ تنه ووژل.

پر برچې روغتون، چې د بې پولې ډاکترانو د ټولنې له لوري اداره کېږي، د مې د ۱۲ نېتې د حملې مسوولیت هیڅ ډلې به غاړه وانخیست.

دا حمله په درسته نړۍ کې د غوسې سبب شوه.

د امریکا متحدو ایالتونو داعش یا اسلامي دولت وسله والو سختدریځه ډله په دې برید کې په لاس لرلو تورنه کړه خو د افغانستان حکومت طالبانو ته د تور ګوته ونیوله.

شنونکي وايي، د برچي روغتون برید غالباً داعش یا هغو عناصرو کړی چې غوښتل یې د افغانستان حکومت وپاروي او له طالبانو سره د بندیانو د تبادلې بهیر له خنډ سره مخامخ کړي.

دوی په عین حال کې باور لري چې د وزیراکبرخان او شېرشاه سوري جوماتونو امامان طالبانو وژلي دي ځکه چې دې ډلې تر دې پخوا هم په سلګونو دیني عالمان وژلی دي.

داعش د وزیراکبرخان جومات د امام مولانا محمدایاز نیازي د وژلو مسوولیت وروسته له دې په غاړه واخیست چې یوه ورځ او یوه شپه کومې بلې ډلې څه ونه ویل.

د بې پولې ډاکترانو ټولنې عمومي ريیس تیري الافورت وویل، په جنګ ځپلي افغانستان کې یې هیڅکله فکر نه کاوه چې کومه ډله به پر تازه زېږېدلیو او هغو ښځو حمله کوي چې ماشوم یې په نس کې وي یا یې تازه ماشوم زېږولی وي.

ده زیاته کړه «دا کار وشو. نن موږ باید دا حقیقت ومنو. لوړ دېوالونه او کلکې امنیتي دروازې د داسې وحشتناکو حملو د بیا تکرارېدو مخه نه شي نیولی….»

په ۲۰۱۹ م کال د برچي روغتون په زېږنتون کې ۱۶ زره ماشومان وزېږېدل. متخصصانو هغوی ته وړیا طبي خدمات وړاندې کړل.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویندوی اکمل سمسور وايي، د زېږنتون بندېدا لوی تاوان دی او هیله لري چې د بې پولې ډاکترانو ټولنه پر خپله پرېکړه بیا غور وکړي.

د نړیوالو له ډېرو مرستو سره سره لا هم افغانستان د نړۍ یو له هغو هیوادونو څخه دی چې زیاتې میندې پکې د ماشوم په زېږولو مري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب