دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeټولنیزارواپوهنهخپګان، ژور خپګان یا (depression)

خپګان، ژور خپګان یا (depression)

د خپګان نښې او نښانې

تر ټولو ډيره اړينه خبره، چې بايد ټول پرې پوه شوو دا ده چې د خپګان د نښو او بڼې څرګندېدل په هر چا کې خپلې ځانګړتياوې لري او په ټولو خلکو کې په يوه بڼه نه وي او هم د خپګان نښې نورو رواني ناروغیو ته ورته والی لري، چې څېړل او کره تشخيصول يې د رنځپوهانو دنده ده.

په ټوله کې ځينې داسې نښې او نښانې شته چې د خپګان پر مهال په انسانانو کې راڅرګنديږي. د دوی له جملې څخه لږ تر لږه درې داسې نښې شته، چې د خپګان د تشخيص لپاره يې شتون لازمي دی ( ځان خپه احساسول، ځان ستړی يا بې انرژي احساسول، د ژوند نه او د ټولو هغو څيزونو چې پخوا ترې خوند اخيستل کېده، زړه توري او زړه صبري).

دا د خپګان هغه نښې او نښانې دي چې ډېری مهال تر سترګو کېږي.

– پرله پسی زړه تنګي ، خپه مزاجه خوی لرل .

– زر په غوسه کېدل، فکري او فزيکي ناکراري .

– ژړه غوني کېدل او يا بې علته ژړل .

– خپلې ظاهري بڼې ته پاملرنه نه کول ، ځان پاک نه ساتل .

– د خپګان نښانې په څېره کې رابرسېره کېدل.

– ځان ملامته احساسول او يا هم داسې احساس چې ځان ورته د هېڅ کار وړ نه ښکاري.

– ځان له نورو خلکو نه ګوښه کول او له ټولنيزو ناستو- پاستو څخه ډډه کول .

– ناارامه بيديدل (څو ځله د شپې راپاڅېدل او يا هم سهار وختي راپاڅېدل او بيا بيرته خوب ته ورتلل)، وران او ګډوډ خوبونه ليدل .

– کله کله د سر درد ، د زړه د درزا ډېرېدل او يا هم د سينې د دردونو احساسول .

– په حافظه او  پاملرنه کې ستونزې .

– د پرېکړو  توان نه لرل ، زړه نازړه کېدل او پر خپل ځان ډاډ نه لرل .

– ډوډی ته زړه نه کېدل آن دا چې ډنګرېدل.

– له جنسي اړيکو نه زړه صبري او د نارينه د فزيکي او جنسي وړتيا لږيدل .

– ډير منفي فکرونه لرل (آن د ځانوژنې تر پولې پورې)، ژوند بې معنا ګڼل او ټولو نورو شيانو ته په منفي سترګه کتل او يا رنګ ورکول .

– نهيلی کېدل، د بېوسۍ احساس لرل، ځان بې ارزښته ګڼل، له هر څه زړه توري کېدل.

د خپګان لرونکي ناروغان په ټوليز ډول له پورتنيو نښو څخه د پنځه يا شپږو نښو لرونکي وي .هر څومره چې د پورتنيو نښو کچه ډېره وي او هر څومره چې دا نښې ځواکمنې وي، نو هغومره خپګان ژور دی.

 ژور خپګان مانا سخت، زورور او يا خطرناک خپګان، چې ورته بيړنۍ درملنه په کار ده. خپګان بيا په خپل وار د نورو رواني ناروغیو لامل کېدای شي او يا ورسره په جوخته را څرګنديږي نو ځکه له عقلي او رواني ډاکترانو څخه سپارښتنه او درملنه اړينه ده.

که خدای کول نور بيا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب