چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeجنرال وزیريد تاریخ پاڼه: د ميړانې او سپیتانې ترمنځ توپیر| جنرال دولت وزیري

د تاریخ پاڼه: د ميړانې او سپیتانې ترمنځ توپیر| جنرال دولت وزیري

هره ورځ د ډېرو انسانانو ژوند د کرونا او یا په یوه یا بله بهانه پای ته رسېږي او له دې ناځوانه نړۍ څخه رخصت اخلي.

تر نن دوشنبه (د جون میاشتې تر ۱۵ مه) په نړۍ کې په کرونا وایروس یا کوویډـ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۸ ملیونو واوښت، د مړو شمېر هم ۴ لکه او ۳۷۰۰۰ او له دې جملې د روغو شویو کسانو شمېر ۴ ملیونه او ۱۵۵۰۰۰ ته ورسېد. د نړۍ تر ټولو پرمختللو هېوادونو کې هم پرمختللي انسانان خوندي نه دي او ټولو مرګ د یوه واقعیت په توګه منلی دی.

په دې نړۍ کي ژوند ډېر لنډ او د سترګو په رپ کې د سينما د یوه فلم په څېر تیرېږي.

د ځينو انسانانو ژوند بیا د تصادف له مخې د هندي فلمونو په څېر اوږد وي، هندي فلمونه خو ښه وي څه ناڅه درې او درې نيم ساعته دوام کوي او د ځینو کسانو ژوند بیا د غربي يا امريکايي فلمونو په څېر ډېر لنډ وي او د سترګو په رپ کې تیرېږي.

ښکاره ده چې غربي يا امریکايي فلمونه خو يا يو یا یو نيم ساعت وي. تر اوسه په نړۍ کې نه دي لیدل شوي چې د کوم چا ژوند اقلا د يوې دنباله داری ډرامې په څېر دوام کړی وي او که چيرې دا کار و هم شي بیا هم خبره ښکاره او له دې نړۍ څخه تګ دي.

په دې سره ټول پوهېږو چې دلته ژوند ابدي نه دی او که په دې دنيا ښه وکړو، د چا مال ونه خورو، پر چا ظلم ونه کړو او خپل ژوند د خپل هېواد او خپلو خلکو په چوپړ کې تېر کړو او که چېرې د خلکو مال وخورو، ظلم او فساد وکړو او تل هغه کارونه وکړو چې په هغو کارونو نه خدای (ج) راضي وي او نه د انسانیت سره برابر وي. يوازې په دې ناوړه کارونو به داسې کسان د يو څو ورځو له پاره په چړچو او مېلو بوخت وي. دغه دواړه ډلې خلک له مړینې وروسته په دنیا کې د تاریخ یوه برخه ګرځي.

د امیر شیر علي خان دوه زامن وو. یو يې امیر محمد ایوب خان و چې په میړانه کې نامي او له انګریزانو سره يې د ميوند په جګړه کې د هېواد د ګټو په خاطر له ځانه شهامت وښود، کله يې چې له دې نړۍ سترګې پټې کړې، تر اوسه د خلکو په زړونو کې ځای لري او پر میړانه يې خلک وياړي او په پيښور کی يې خلک د درناوي په خاطر زیارت ته ورځي او د کورنۍ غړي يې په جګه غاړه او جګو سترګو د پیښور د صدر په بازار کې ژوند کوي.

د امیر بل زوی امیر محمد یعقوب خان و چې د څو ورځو ښه ژوند، مېلو او چړچو په خاطر يې د انګرېزانو غلامي قبوله کړه او د ګندمک د کرغېړن او ننګین تړون په لاسلیکولو يې د هېواد پر سينه د بېلتون کرښه راکش کړه.

دی هم د محمدایوب خان په څېر د امیر شېرعلي ځان زوی و، خو د ده د سپیتانې له امله يې تر اوسه قبر معلوم نه دی او کورنۍ يې په لندن کې د شرم له لاسه ټيټې سترګې او له خلکو پټ ګرځي.

وايي:

«یوه ورځ با عزته ژوند د سلو کلونو بې عزته ژوند څخه بهتره دی.»

رحمان بابا به ویل:

      و بې ننګو ته د ننګ خبرې مه کړه

   یا ځان وکړه په خپلو وينو رنګ

       هېڅ له ځانه له جهانه خبر نه وي

چې څراغ په نظر کیوزي د پتنګ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب