یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeکلتورسینماد 2014 ز. کال د باليووډ غوره جايزې وويشل شوې

د 2014 ز. کال د باليووډ غوره جايزې وويشل شوې

 راپور: عبدالحق سمون-

د فبروري په دويمه د يکشنې په ورځ د باليووډ تر ټولو غوره جايزو (Filmfare) د 60 مې کليزې په وياړ په بېلابېلو څانګو کې جايزې وويشل شوې.

د نارينه وو په ډله کې شاهد کپور د “حيدر” فلم له کبله وستايل شو او د ښه اداکار جايزه يې ترلاسه کړه. د ښځينه وو په ډله کې بيا کنګنا رناووټ د “کوين” فلم له کبله وستايل شوه او په همدې فلم کې يې د ښې اداکارۍ له کبله جايزه ترلاسه کړه.

د راجټ کپور “آنکهو ديکهی” فلم بيا د ښه نقد په څانګه  کې غوره فلم وبلل شو او جايزه ترلاسه کړه. په همدې توګه د نارينه وو ښه نقد کوونکي په برخه کې د همدې فلم اداکار سنجی مشرا جايزه ترلاسه کړه او د ښه نقد ښځينه وو په برخه کې بيا عاليا بټ د “های وی” فلم له کبله جايزه ترلاسه کړه.

د يادونې وړ ده چې ددې جايزو د ورکړې په مراسمو کې د باليووډ نامتو څېرې؛ لکه: ټابو، کاجل، سلمان خان، رېکها، مدهوري دېکشېت، ايلينا ډيکروز، دايا مرزا، سونم کپور، نها دوپيا، شرادا کپور، سبهاش ګای، ويديا بالن، عباس مستان، نرګس فخري، سنالي بندري، شاهد کپور، منېشا کوويرالا او نور حاضر وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب