په ویرمانټ کې مې د دوو مښودو بیان وکړ اوس به د دربم مښود حال ووایم. منلي صیب د اروپا د مدیترانې د سمندرګي غاړو ته د خپل سفر کیسه کوله. هلته یې د شرابو د هغو ماتو بوتلونو د بڅرکو ذکر وکړ چې د سمندر په شګو کې یې بیا موتل. دا ماڼوګانو، د بیړۍ سپرلیو یا په شرابو نشه سیلانیانو سمندر ته ګوزار کړي وو. یا به یې تر ډوبېدو مخکې خپلوانو ته په همدغو بوتلو کې د خدای پامانۍ پیغامونه ایسار کړي وو چې ګوندې يې عزیزان ولولي. دې سولېدلو ټوټو د وخت په تیریدو د کاڼو او شګو سره په مښود مښود د شنو غمیو شکل پیدا کړی و.
ما ته ویرمانت کې، د مونوګراف لیکلو په پنځو میاشتو کې خپل مښود، خپل کوتي لال، هغه وخت را یاد شو چې د رحمان بابا په دیوان کې په همدې بیت واوښتم. که منلی په مښود کې سربداله و، زه په کوتي لال. کوتي څه مانا؟ د بدخشان د لال خو دروږه ده. زما فکر ویل چې کوتي که یاقوتي وبولو نو یاقوتي لال خو غلطه مانا ښندي. یاقوتي لال خو لا ښکلی شي.
یاقوت د کندهاري انارو د دانې رنګ لري، شونډې یاقوتي وي. لال د تګاوي بیدانه انارو رنګ لري. پخوا شونډې په دنداسه رنګېدې چې د ځیګر یا سرو انارو رنګ دی. دنداسه نور څه نه دي، د آغوزو د ونې ډډ یا پوستکی دی چې تسمې تسمې ترې بیلیږي، ښځمنې غاښونه، شونډې او ورۍ پرې سولوي ګرځنده سوداګرو به خورجینو کې د نور ټک پوک (تارو ستن، جامو او خدای پنډ نور سامان) سره، کلي په کلي ګرځول. دا نور کمحاله رنګونه چې اصیل ګلاب یا بېدانه انارو ته ورته دي، د ښځو په سینګار کې وروسته مود شول. اوس حتی په کلو کې هم پیکه رنګونه مود شوي.
میرمنې د یو بل پسې غیبتونه کوي چې د پلانکۍ شونډې روې سرې دي، داسې بې سلوکه لکه کیشپ چې شاه توت خوړلي وي. کوتي لال ته پاړسیوان سوخته لال وايي خو د کوتي کودي ورکوټي، کوتري ترکیبونه دلته کار نه ورکوي. هو، هو که سړی ورته غلام محمد پوپل شي یا منجاور زیار نو مکسیکو به مه کوه څه کوې کړي .کوه ته ې. کوتي/ ل لالیه مانا مې په کارولی شو. په ضرور مې سړی حاضر کړ. خو دا کوتې یانې څه؟ آی اصل کې کوه ته یې و؟
بنجاړه یوه طایفه وه چې ښایي د چنګړ، جټ، شیخ مامدي یا عرب قریش کوم ښاخ و. چې به د خورجینې سره کلي ته راغی تجونو به ورته په پاړسو په بدلو ویل: توت دانې خورده بنجاړه ماره دنداسه بيتې. بنجاړه به ویل: دا ځلي خو نیشته بیبي بل ځلي بۍ را وړمه.
ما د یوه غره په ډډو بلکه کوز په شګو کې ان تر نیمه وچ سینده پریمانه همدا کاڼي بیا مو ندل. د غمیو په شان را ڼه ، سره بخن تور لکه د سوي انار دانې. سیند له وړو او غټو کا ڼو ډک و. چې ورکوز شوم هلته د غني خان خبره. ما چې مړ کاوه بیلتون پې نور ولګاوه، چې لمن مې ترې ډکه کړه، د بلې ګارې یخ ته پریمانه نور. زه هم وږ سترګی افغان وم . څو ځلې مې نوره هم ډکه لمن کوډلې ته وچلوله. په هغه شپه مې په تصور ځان باچا کی خو چې سبا مې سر جګ کی ډا خوب نه و. تصور نه و، دلۍ کوتي لال راته د کوډلې ګوټ کې پراته وو. ما وې چې دامیرات مړی مونوګراف بشپړ شي، افغانستان ته به يې یو سم.
سلامونه او نېکې هيلي! ګران استاد شپون صاحب، الله پاک مو په عمر او قلم برکت واچوه. دا د شکه وتلې ده چې ستاسو غوندې وياړلي او پوه پښتانه د ګوتو په شمار لرو، د خدایه غواړو چې لا نور يې هم را زيات کا. په دې کې هم شک نشته چې ستاسو په ليکنو نقد د وړو ژب پوهانو او استادانو له وسه وتلې خبره ده، خو زه په خپل دې کم علم او پوهه غواړم ستاسو د تېرو څو مضمونونو په اړه تبصره ولرم چې په تیر نيم کال کې تاند خپاره کړي. ستاسو د ليکنو خورا مينه وال يم، او ستاسو اسلبو می هم خورا خوښ دی… خو ستاسو غوندې پوهانو ته مونږ ځوان کهول ډېره تمه او زياته اړتيآ لرو… ښايي د مطلب او مفهوم څخه ډک داسې مضمونونه وليکئ چې د هر توري څخه يې مونږ څه زده کړو…. په پورته مضمون کې د عنوان تر مفهوم ور هاخوا هېڅ نشته… شپون صاحب لکه چې د ملي وحشت د حکومت د کړو وړو په شان نامالوم او بېګټې څېزونه را باندې لولی… خدای ته وګوره … ستاسو د نورو ليکنو په تمه!