یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeکلتورسینماد هند پر سینما درې افغانان واکمني کوي

د هند پر سینما درې افغانان واکمني کوي

تاند- د بالیووډ (هند) د سینما درې افغان یا پښتانه لوبغاړي د هالیووډ (امریکا) او هانګ کانګ تر سینمايي ستورو وروسته د نړۍ تر ټولو مشهور او د زیاتو خلکو د خوښې فلمي ستوري دي.

د بي بي سي د راپور له مخې د هند پر سینما له تېرو۲۰ کلونو راهیسي درې پښتانه ستوري واکمني کوي.

د دغو درو ستورو فلمونه په نړۍ کې د زیاتو کتل کېدونکو او پلورل کېدونکو فلمونو په ډله کې دوهم مقام لري.

بي بي سي اردو وايي، دوی ځان ته خانان وايي چې مطلب یې دا دی چې افغان الاصله دي خو د بالیووډ هیڅ خان د پښتنو په شان ونه (قد) نه لري.

د هند د پوستې د مسوولانو په وینا درې کاله پخوا تر ټولو زیات لیکونه د سلمان خان په نوم پوستي دفترونو ترلاسه کول.

1ښايي د دې علت دا وي چې په تېرو ۶ کلونو کې سلمان خان په ۲۷ فلمونو کې کار کړی خو عامر خان په ۶ او شاهرخ خان په ۱۷ فلمونو کې رول لوبولی دی.

عامر خان په خپلو فلمونو کې د لوړې یا روښانفکرې طبقې، شاهرخ خان د متوسطې او سلمان خان د عامو خلکو د هیرو یا اتل عکاسي کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب