پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهبلوڅه پېغله حسيبه وايي، د ژوند ډېرې ترخې شېبې تېروي

بلوڅه پېغله حسيبه وايي، د ژوند ډېرې ترخې شېبې تېروي

رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد – د غبرګولي، جوزا ۲۰ مه ۱۳۹۹

د کوټې د مطبوعاتي مرکز مخ ته د احتجاج لپاره په رایوځای شويو مېرمنو کې يوه هم  بلوڅه پېغله حسيبه قمبراني ده چې له اوښکو ډکو سترګو او فرياد يې پر خواله رسنیو د خلکو سخت غبرګون رامنځته کړی دی.

حسيبه پر خواله رسنيو په خپره شوې ويډیو کې وايي چې يو ورور يې په مرموز ډول وژل شوی او دوه نور لاهم د نورو زرګونه بلوڅانو په څېر تری تم دي. حسيبه وايي چې په تېره فبرورۍ مياشت کې يې يو ورور له کوټې په زوره وړل شوی، خو تراوسه يې برخليک نه دی مالوم  چې په حال کې به وي.

حسيبه زياتوي چې د وروڼو غم يې کورنۍ سخته دردولې او دوی د ژوند ډېرې ترخې شېبې تېروي.

د حسيبې ترڅنګ يوشمېر نورې بلوڅې مېرمنې يوار بيا د دې لپاره رايوځای شوې چې د تری تم کسانو ورځ ولمانځي او د لادرکه خپلوانو د موندلو لپاره احتجاج وکړي.

د ورکو بلوڅانو د اتحاديې مشر نصرالله بلوڅ احتجاجي غونډې ته د وينا پرمهال د ورکو بلوڅانو د بېرته خوشي کېدو ترڅنګ د پاکستان د بشري حقونو له مرکزي وزيرې شېرين مزاري غوښتي چې د ورکوکسانو په اړه د جوړشوي کميسيون راپور دې په پارلمان کې وړاندې شي.

د کوټې د مطبوعاتي مرکز مخ ته له تېرو څو کلونو راهيسې په احتجاجي کمپ کې ناست د ورکو بلوڅانو د اتحاديې يو بل مشر ماما قدير بلوڅ وايي چې تراوسه زرګونه بلوڅ ځوانان تری تم دي. دوی له حکومت څخه غوښتنه کوي چې تری تم بلوڅان دي محکمې ته راوستل شي که يې پر وړاندې کوم جرم ثابت شي، له قانون سره سم سزا دې ورکړل شي.

ماما قدير زياتوي، چې د بلوچستان د وضعيت د خرابېدوعمده لامل هم همدا ورک بلوڅان او د دوی په مرموز ډول وژنه ده. په وينا يې ترڅو چې ورک بلوڅان نه وي موندل شوي او په مرموز ډول د دوی د وژنې لړۍ نه وي پای ته رسېدلې، په بلوچستان کې د امنيت ټينګښت د خوب ليدل دي.

د ورکوبلوڅانو د موندلو لپاره څو کاله وړاندې د حکومت له لوري يو کميسيون هم جوړ شوی، خو تراوسه په دې برخه کې کوم پرمختګ نه دی شوی.

بلوڅ ملتپال او د مرکزي پارلمان غړي سردار اخترجان مېنګل په پارلمان کې د ورکو بلوڅانو نوملړ وړاندي کړی او له مرکزي حکومت ورسره د نوموړي د شپږو غوښتنو پر منلو سلا شوی، چې يوه هم په کې د ورکو بلوڅانو موندل دي. مېنګل له حکومت څخه غوښتي چې په بلوچستان کې مېشت افغان کډوال دې هم بېرته خپل وطن ته ولېږل شي.

د پاکستان مرکزي حکومت دا تور لګوي چې ګاونډي هيوادونو د بلوچستان ناورين او بل شوي اور ته لمن وهي، او بلوڅان چې د حکومت  پرضد وسله واله مبارزه کوي، ګاونډي هيوادونو يې لمسوي. په بلوچستان کې د حکومت پر ضد وسله واله مبارزې د پخواني اعلی وزير او بلوڅ ملتپال مشر نواب اکبرخان بګټي له وژل کېدو وروسته زور اخيستی. بګټي د پخواني ديکتاتور جنرال مشرف د واکمنۍ پرمهال د ډېره بګټي او کوهلو ترمنځ په کاهان غره کې وژل شوی وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب