پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهسیګار: د افغانستان ۱۹ کلنه جګړه کې ۲۴۳۹ امریکایي ځواکونه وژل شوي

سیګار: د افغانستان ۱۹ کلنه جګړه کې ۲۴۳۹ امریکایي ځواکونه وژل شوي

تاند، سه شنبه، د جوزا ۲۰مه: د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا د ځانګړي مفتش یا سیګار تازه راپور وایي، د ۲۰۰۱ د اکتوبر له لومړۍ نیټې څخه د ۲۰۲۰ د اپریل تر ۱۷ نېټې پورې په افغانستان کې ۲۴۳۹ امریکایي عسکر او اړوند کسان یې وژل شوي دي.

په افغانستان کې په امریکایي عسکرو باندې تر ټولو تازه بریدونه د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې شوي چې د سیګار د راپور په اساس پکې اوه امریکایي عسکر وژل شوي او ۱۱ نور ژوبل شوي دي.

راپور وایي، د دغه کال په لومړۍ برخه کې د تېرکال د وروستۍ برخې په پرتله د امریکایي ځواکونو تلفات زیات وو.

سیګار زیاتوي، د دغو عسکرو په وژل کېدو سره په افغانستان کې د امریکا د ټولو وژل شویو سرتېرو شمېر ۲۴۳۹ ته ورسېد چې له دې جملې څخه یې ۱۴۰۹ تنه په مخامخ جګړه کې، ۴۹۷ یې د ټپونو له کبله او درې نور یې په نورو بریدونو کې وژل شوي دي. همدغه راز۵۳۰ تنه پرسونل په نورو پېښو کې وژل شوي دي او تر دې دمه ټولټال ۲۰۶۶۳ نور پرسونل او سرتیري ژوبل شوي دي.

سیګار دا راپور نن د سه شنبې په ورځ خپور کړی دی، خو د امریکا د دفاع وزارت تر اوسه پدې هکله تبصره نده کړې.

امریکا د ۲۰۰۱ د سپتمبر په میاشت کې د نیویارک په سوداګریزو ودانیو باندې د القاعده ډلې، چې د طالبانو نظام یې ننګه کوله، له ترهګریزو بریدونو وروسته په افغانستان کې د نړیوال تروریزم په ضد جګړه پیل کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب