دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهایران د طالبانو په منځ کې د سولې د مخالفې انشعابي ډلې...

ایران د طالبانو په منځ کې د سولې د مخالفې انشعابي ډلې ملاتړ کوي

تاند (چهارشنبه، د جوزا۲۱) راپورونه وايي چې د طالبانو په منځ کې د سولې یوې مخالفې ډلې سر راپورته کړی چې ځان ته حزب ولایت اسلامي وايي.

ویل شوي چې دا ډله وروسته له دې د طالبانو په منځ کې جوړه شوې چې طالبانو د فبرورۍ په ۲۹ نېټه په دوحه کې له امریکا سره د سولې موافقه لاسلیک کړه.

د لوېدیځو هیوادونو استخباراتي سرچینې وايي چې ایران د طالبانو د دې انشعابي ډلې ملاتړ کوي.

د سولې له موافقې وروسته ایران د دې موافقې پر ضد شدید تبلیغات پیل کړي دي.

د حزب ولایت د رامنځته کېدو په اړه د ملګروملتو په هغه راپور کې هم اشاره شوې وه چې د روانې میاشتې په پیل کې یې امنیت شورا ته وړاندې کړ.

لوېدیځې سرچینې د طالبانو په منځ کې انشعاب جدي ګڼي او وايي چې کېدای شي له دې کبله د طالبانو په منځ کې اختلافاتو پراخ شي.

سرچینې وايي، تراوسه څرګنده نه ده چې د انشعابي ډلې مشري څوک کوي او څومره طالبان به د دې ډلې شا ته ودرېږي خو په دې کې شک نه ویني چې په افغانستان کې ډېره کوچنۍ جنګي ډله هم ډېرې ستونزې پېښولی شي.

په لندن کې د سلطنتي (رایل) یونایټید انستیتیوت مخکښ شناند انتونیو ګیوستوزي وايي، داسې ښکاري چې د طالبانو انشعابي ډله په ایران کې مېشته ده چې له افغانستان سره ۹۰۰ کیلومتر پوله لري.

ده زیاته کړه«دا ډله لا د جوړېدو په لومړیو پړاوونو کې ده. پوځي قوت او مشر یې لا معلوم نه دي.»

تراوسه پورې دې نوې ډلې رسماً خپل موجودیت اعلان کړی نه دی.

خو راپورونه ښيي چې ایران د هغو طالبانو ملاتړ کوي چې د افغانستان د حکومت او بهرنیو پوځیانو پر ضد جنګ ته دوام ورکوي.

دا خبره ښاغلی ګیوستوزي هم تاییدوي او وايي «ډېر طالب مشران، او قوماندانان شته چې د سولې مخالف دي او له ایران سره اړیکې لري.»

ده زیاته کړه، د دغو کسانو په منځ کې یو هم د طالبانو مرستیال او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني دی.

دا په داسې حال کې ده چې د سږ کال په فبرورۍ میاشت کې د حقاني له لوري په یوه مقاله کې، چې په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې خپره شوه، د سولې د موافقې ملاتړ شوی و.

د حقانی پر سر امریکا ۱۰ ملیون ډالره جایزه ایښې ده.

ګیوستوزي وايي چې سراج الدین حقاني له کلونو راهیسې له پاکستان او سعودي عربستان سره نژدې او تودې اړیکې لري خو په وروستیو کې چې اسلام اباد او ریاض پیسې پرې بندې کړي، له ایران سره نژدې شوی دی.

په نورو طالب مشرانو کې، چې د سولې د پروسې مخالفت کوي، یو هم ملاقیوم ذاکر دی.

ملاذاکر او ابراهیم صدر د لا سختدریځو طالبانو مشري کوي.

د طالبانو مشر او مرستیال په کورونا اخته شوي او مشري ملا یعقوب ته پاتې شوې

د ۲۰۱۸ په اکتوبر کې صدر له ۸ نورو طالب قوماندانو سره د امریکا د خزانې وزارت له لوري د نړیوالو ترهګرو په لیست کې شامل شو.

د امریکا د خزانې وزارت ویلي و چې ایران له ابراهیم صدر سره مالي مرسته کوي.

د افغانستان استخبارات وايي چې ایران د طالبانو د هغو انشعابي غړیو ملاتړ کوي چې ابراهیم صدر ته نژدې دي.

له دې انشعابي ډلې سره د فدايي محاذ غړي هم ملګري دي.

2 COMMENTS

  1. ځینی کارونه دی چی زموږ ګاونډی مفسد حکام یی تمیز نشی کولی او اسرایل ډوله حتی د هغی نه هم په جاهلی تعصباتو لړلی عمل د خپل ګاونډی مسلمان ملت سره یی تر سره کوی( حتی هغه چی د مسلمانانو د رهبریت دعوی لری )لکه لاسوهنه دبل په چارو کی، ملیشی روزل د وژنی او تخریب لپاره، یو شمیر دمذهب نه په غلطی استفادی سره د لشکر فاطمیون په نامه وژل د خپلو غیر انسانی مقاصدو لپاره،بل شمیر معتادول، بل شمیر سیند ته غورزول یا سوزول او نور چی د ما قبل اسلام له جاهلیت څخه پاتی او پری افتخار کوی اوهمدا حکومتی ملیشی یی په دولتی یونیفورم کی رسما ترسره کوی نو آیا دا:
    جاهلی تعصبات ندی چی آخندان یی تر سره کوی؟
    یا منافقت ندی؟ سند یی مبارک آیت(یقولون بافواههم مالیس فی قلوبهم…)
    یا دجهالت په وجه د غیر، تقلید ندی؟
    او نور…
    نو که اسلامی هویت ثابتول غواړی نو عقیده ،عمل او قوانین مو اصلاح او انسانیت او اسلام مه شرموی.
    بجای فصل در وصل بکوشید که این تقاضای ایمان وانسان باتربیت است یا ایها المسلون.

  2. داسی ویل کیږی چی باجوه کابل ته راغلی او له اشرف غنی سره سولی او ډیورنډ کرښی په مدیریت باندی خبری کړی مخکی لدی جنرال مشرف به ویل چی حقانی او ګلبدین داسی پاکستانیان لکه څرنګه چی زه یم نو لدی داسی معلومیږی چی اوس یاد حقانی ډله یی په ایران پلورلی ده او ایران غواړی چی شته نظام ته ستونزی جوړی کړی ځکه خو لدی مخکی په ایران کی د افغان مهاجرینو په موټر باندی یی هم د پولیسو یا نظامیانو له لوری اور اچول شوی وو او همدارنګه یی زیات افغان مهاجرین اوبو ته غورځولی وو

    کچیری نړیوال ټولنه دا هرڅه منی ولی د پاکستان پوځ او ایران اخوندانو باندی یوځای سخت بندیز نه لګوی کچیری دوی تنها په ایران بندیز لګوی نو لدی معلومیږی چی دوی د پاکستان په ظلم باندی پرده اچوی مګر پدی هم پوهیږی چی پدی ۴۰ کالو پاکستان پوځ د افغان ولس په وینو لاسونه سره دی او هم یی ښکته پښتانه هم کراره ندی پریښی ځکه خو علی وزیر د ملالی یوسفزی په ټویټ باندی نیوکه کړی چی ته امریکا له تور پوستو سره غمرازی مه کوی کچیری په رښتیا د ظلم خلاف یی د خپلو پښتنو په وړاندی د پنجاب په ظلم باندی هم غږ پورته کړه چی دا یو منل شوی واقعیت دی

    کچیری د پاکستان پوځ او استخبارات پدی ۴۰ کاله یا ۱۹ کلنه جګړه ښکیل نه وی او د جنګی ډلو ټپلو سره مالی او نظامی مرسته نه کوی نو ولی نړیوالو پاکستان تور لیست ته برابر کړی چی کیدای شی په جون میاشت ورباندی نهایی تصمیم ونیسی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب