پنجشنبه, جولای 4, 2024
Homeخبرونهد عامې روغتیا نوې رهبرۍ ومنله چې خلک په دغه وزارت بې...

د عامې روغتیا نوې رهبرۍ ومنله چې خلک په دغه وزارت بې باوره دي

تاند، پنجشنبه، د جوزا ۱۵مه: د عامې روغتیا سرپرست او نوماند وزير احمد جواد عثماني نن د پنجشنبې په ورځ خپله پېژندغونډه کې ویلي، په عادي شرایطو او له کورونا مخکې حالت کې هم د افغانستان روغتونونو د ټیټ کیفیت له امله د خلکو باور تر لاسه نه کړ.

د نوموړي په خبره، که څه هم تېرو دوو لسیزو کې د مور ماشوم د مړینې کمښت کې پاموړ کموالی راغلی او د روغتیا برخه کې نور پرمختګونه شوي، خو بیا هم روغتیایي خدمتونه له اړتیا خورا ټیټ او کمزوري دي: “له دې بد وضعیت خلک تر پوزې راغلي، ډېر خلک چې خپلوان یې په کورونا اخته دي رسنیو کې تل دا خبرې کوي چې د خدمتونو د کمښت یا نشتولي له امله اړ شول چې د روغتون په ځای کور کې درملنه وکړي او دا دردوونکې ده”.

ښاغلي عثماني دا هم وویل، چې له کورونا سره مبارزه، په روغتونونو کې اصلاحات او د نادولتي موسسو پر روغتیايي چوپړونو څار د ده د دندې لپاره درې اېښودل شوي شرطونه دي.

ښاغلی عثمانی وایي، له کورونا سره مبارزه کې د عامې روغتیا وزارت کړې هڅې منسجموي: “طرحې او پلانونه به ورته جوړ کړم چې له کورونا سره مبارزه هم وشي، د تشخیص ظرفیت به لوړ کړو، قرنطین او تجرید مرکزونه به په داسې ځایونو بدل کړو چې خلک په ډاډه زړه را شي. په روغتونونو کې د درملنې معیار لوړ کړو”.

ښاغلی عثمانی په روغتونونو کې د سمون را وستلو او بنسټیزو بدلونونو ژمنه هم کوي.

د نوموړي په خبره، د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې روغتیايي چوپړونه د نادولتي موسسو له لوري وړاندې کیږي او په درې روغتونونو کې روغتیايي چوپړونه د عامې روغتیا د وزارت له لوري ترسره کیږي:”دا چوپړونه جدي بیا ارزولو ته اړتیا لري چې وشو کولی چوپړونه ګټور ثابت شي او هم غیردولتي موسسو پر وړاندې شته ستونزې هوارې شي.”

دې غونډه کې د افغانستان د عامې روغتیا پخواني وزیر ښاغلي فیروز الدین فیروز ومنله چې په دې وزارت کې ترسره شوي کارونه ښه ، خو کافي نه وو، ځکه په ټکو یې دې وزارت کې ستونزې وې او وي به.

ده وویل، د دندې په پیر کې یې په هېواد کې له څلور سوو ډېر روغتیايي مرکزونه زیات شول.

ښاغلي فیروز زیاته کړه چې په نړیواله کچه د افغانستان د روغتیا وزارت له ښه باوره برخمنه ده او اړیکې یې پراخې دي.

د روان کال د مې په ۳۱مه نېټه ولسمشر محمد اشرف غني ډاکټر احمد جواد عثماني د عامې روغتیا نوی سرپرست او نوماند وزیر ونوماوه.

تر دې دمه د ښاغلي فېروز د لېرې کېدو لامل نه دی څرګند، خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نوی سرپرست په داسې مهال خپله دنده پیلوي چې هېواد د کورونا وېروس له جدي بحران سره مخ دی.

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په تېر شپه او ورځ کې د هېواد په لابراتوارونو کې ۱۰۷۹ د کورونا وېروس نمونې معاینه شوې چې له ډلې یې ۷۸۸ مثبت ختلې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب