شنبه, جولای 6, 2024
Homeخبرونهبرښنا شرکت: په وارداتي بریښنا تکیه راکموو

برښنا شرکت: په وارداتي بریښنا تکیه راکموو

تاند، پنجشنبه، د جوزا ۱۵مه: د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، له دې وروسته هڅه کوي چې د وارداتي برېښنا پر ځای په کورنیو سرچینو تکیه وشي او افغانستان خپلې اړتیاوې له خپلو سرچینو څخه پوره کړي.

د یاد شرکت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د هر هېواد لپاره کورني تولیدات یو ستر ویاړ او پر خپلو پښو د ولاړېدو د بري تر ټولو ښه موقعه ده، چې باید ترې ګټه واخلي او له دې لارې پر ځان د بسیاینې ستر هدف بشپړ کړي.

د خبرپاڼې له مخې، دا مهال د هېواد په ختیځ، لوېدیځ، شمال او سویل کې د مېلیونونو ډالرو په لګښت د برېښنا پراختیا او د برېښنا کورنیو تولیدي سرچینو پر پروژو چټک کار روان دی، چې په بشپړېدو سره به یې د وارداتي برېښنا د اړتیا کچه راکمه شي او هره میاشت د مېلیونونو ډالرو په لګښت پېرودل شوې برېښنا ځای به کورنی تولید ونیسي، چې له دې اړخه به د برېښنا بیې په ټوله کې په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې راښکته شي او د صنعتي فابریکو د اړتیا وړ برېښنا به هم دایمي پرته له ټکنۍ کېدو شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، اوس‌مهال د برېښنا د تولید د سرچینو په بیارغونه، سمون او سیستمونو په نوي کولو کار روان دی، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې د برېښنا ملي شبکې ته تولیدېدونکې برېښنا د برېښنا د اړتیا ستره کچه راټېټه کړي او د کال په ټولو موسمونو کې به یو ډول پرته له پرچاوۍ برېښنا ولرو.

خبرپاڼه زیاتوي: (( اوسمهال کندهار کې د ۲۰مېګاواټو په ظرفیت د لمریزې برېښنا جوړه شوې شبکه په دې ولایت کې د برېښنا اړتیا تر ډېره بریده بشپړه کړې ده او په هرات، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې ددې ډول شبکو جوړولو کاري بهیر په چټکۍ روان دی.) )

د برېښنا شرکت له دې وړاندې هم ورته ژمنې کړې وې؛ خو اوس‌مهال د هېواد ۷۰سلنه برېښنا وارداتي ده او حکومت هر کال تاجکستان، ایران او ازبکستان ته مېلیونه ډالر د برېښنا د لګښت پیسې ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب