شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهحکومت: د طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ به روانه وي

حکومت: د طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ به روانه وي

تاند، پنجشنبه، د جوزا ۱۵مه: د ملي امنیت شورا وايي، چې د طالبانو تخنیکي ټیم لاهم په کابل دی او ټاکل شوې ده، چې د طالب بندیانو د خلاصون پروسه به دوام پيدا کړي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وایي، د طالبانو پنځه کسیز تخنیکي پلاوی چې تیره اونۍ کابل ته راغلی و، لاهم په کابل دی ترڅو د طالب بندیانو د خلاصون د پروسې څخه نظارت او په د بندیانو پيژندلو کې لازم تسهیلات رامنځ ته کړي.

نوموړی زیاتوي، له پلان سره سم به د طالب بندیانو د خلاصون لړۍ دوام پیدا کړي، ترڅو د خلاصو شوو طالب بندیانو شمېر ۳۰۰۰ ته ورسیږي؛ خو داچې دا شمېر به کله پوره کیږي او پاتې نور ۲۰۰۰ طالب بندیان به کله آزادیږي، په دې هکله یې څه نه دي ویلي.

په دوحه کې د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې تړون مطابق دواړه لوري مکلف دي، چې د اعتماد جوړونې فضاء لپاره د بین الافغاني مذاکراتو له پیل مخکې۵۰۰۰ طالب او ۱۰۰۰ تنه دولتي بندیان له خپلو بند خونو څخه آزاد کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تیره ورځ د روسیې، چین، امریکا او پاکستان استازو هم د یو مشترک  ویډیو کانفرانس له لارې پر افغان سولې له بحثونو وروسته پرېکړه وکړه، چې د سولې پروسې د پرمختګ لباره باید د بندیانو د تبادلې بهیر چټک شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب