پنجشنبه, جولای 4, 2024
Homeخبرونهسږ کال به پروان کې ۲۴ زره ټنه زردالو تولید شي

سږ کال به پروان کې ۲۴ زره ټنه زردالو تولید شي

تاند، پنجشنبه، د جوزا ۱۵ مه: د پروان د کرنې ریاست په دې ولایت کې د زردالو د حاصلاتو له زیاتوالي خبر ورکوي او وایي، چې د اټکل له مخې د پروان د زردالو سږني حاصلات به نږدې ۲۴ زره مټریک ټنو ته ورسیږي.

د پروان د کرنې ریاست تاند ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې سږ کال به د اټکل له مخې د پروان د زردالو کچه نږدې ۲۳ زره او ۸۰۰ مټریک ټنه وي.

د پروان ولایت د کرنې رییس عبدالوهاب خیرزاد وایي: ((د پروان ولایت د مېوو په ډله کې له انګور وروسته زردالو دویم ځای لري، چې په دې ولایت کې د زردالو دوه زره او ۲۹۸ هکټار بڼونه دي.))

د خیرزاد په خبره شینواري، سیاه ګرد او سرخ پارسا ولسوالۍ او د غوربند درې د شیخ علي سیمه هغه سیمې دي، چې د زردالو ډېری بڼونه په کې جوړ شوي دي.

هغه زیاتوي په وروستیو کلونو کې په دې ولایت کې د زردالو څلور زره او ۵۰۰ نوي بڼونه جوړ شوي دي او دغه راز پنځه زره او ۸۱۰ بڼوال د بڼوالۍ په بېلابېلو برخو کې روزل شوي دي او پر څه باندې دوه زره بڼوالو یې د بڼوالۍ اړونده توکي هم وېشل شوي دي: ((د بڼوالۍ له ټکنالوژۍ څخه به ګټنې سره د نویو فعالیتونو د دودولو په پار د بڼوالۍ ۳۱۹ ګروپونه ایجادول نور تر سره شوي فعالیتونه دي.))

د پروان ولایت د کرنې ریاست د معلومات له مخې دمګړۍ په دې ولایت کې پنځه زره او ۷۴۵ بزګران د زردالو په پالنه بوخت دي.

د پروان ولایت د زردالو نږدې ۱۰ سلنه محصولات ددې ولایت کورنۍ اړتیا پوره کوي او نږدې ۳۰ سلنه یې د کښتې په ډول او نږدې ۶۰ سلنه نور یې کورنیو او بهرنیو بازارونو ته صادریږي.

2 COMMENTS

  1. زر ټنه زردالان؟
    نو بیا زر ټنه اناران
    ولي څه ستونزه پېښږي که ووایو ، زرټنه زردآلو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب