دوشنبه, مې 20, 2024
Home+جهاد | قتصد ستړی

جهاد | قتصد ستړی

د شپې ناوخته یې د کور مخې ته پینځه موټر سایکلونه چې په هر یوهٔ یې دوه دوه تنه سپاره دي، ودرېدل.
حماسي ترانې،له شنو مرمیو ډک کمربندونه ، ماشیندار، راکټ، پیکا او په تورو څڼو یې د وران وطن ګردونه.
حاجي ببرک په منډه مخې ته ورغی، دروازه یې ورخلاصه کړه له ستړې مشې وروسته یې ټول تر لوی او عصري میلمستون پوري بدرګه کړل او دی بیرته هغې خونې ته چې مېرمن یې همدا اوس د ټولې ورځ له کار او چوپړه ستړې د خوب غېږي ته تللې وه، رابیداره کړه او په قهرجنه لهجه یې ورباندې غږ کړ:
– پورته شه، یو خو تا له خوبونو بیخي رشخند جوړ کړی، هله ژر کوه مجاهدینو ته مړۍ تیاره کړه.
مېرمن یې په خوبولو سترګو په داسې حال کې چې کوچني ماشوم یې چیغې ورته وهلې راپورته او داشپزخانې خواته روانه شوه،ژر ژر ېې تنور ته اور ورته کړ ، د غوښې شوروا یې چمتو او ترپینځویشت پوري تاوده پاستي یې پاخه کړل.
حاجي صاحب له میلمستون تر اشپزخانې ته او راته او له هرځل راتګ سره به یې خپله بې ځایه غصه ترمېرمنې ایسته او د پلار د کور پېغورنه به یې ورکول:
– وګوره هغه بې چاره ګان له لوږې مړهٔ شول او ته دومره په نخرو باندې اخته یې، دا دې څه دپلار کور نه دی چې میلمه به یې په سترګو نه لید…
دسترخوان اوار شو، ټولو ښه په خوند سره ترڅو چې ماړه شول، ډوډۍ وخوړه او ددین د لارې سپېڅلو لارویانو ته یې دعا وکړه.
مجاهدینو له حاجي صاحب نه رخصت واخیست او په بر کلي کې یې د قومي شورا غړی چې په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو، روغتیا ساتنې او اوبو لګولو  ملي پروګرام لخوا یې په کلي کې اوبو څاګانې جوړولې، له خوبه راویښ او پرته له څه ویلو یې په پرلپسې توګه په ډزو وویشت او خپله غزا یې ترسره کړه.
د سهار تر اذان وروسته د خیرالدین د مړېني اعلان دببرک مېرمن له خپل پلار او ټول کلی د صحي او دوامداره اوبو ته د لاسرسي او د حفظ الصحې فعالیتونو څخه بې برخې او یتیم کړ.

1 COMMENT

  1. هو!
    څوک چی بی علمه شیخی کوی هماغه کفر یی بس دی .
    په اسلام کی د هر عمل تر فرض کیدو د هغی علم پر مسلمان فرض کیږی ورنه څڼور ستړی او خدای ج ناراضه.
    زموږ تنظیمونو ته آی-اس-آی همدا درسونه ورکړی او له هغه وخته تر ننه تقریبا اضافه تر ۴۰ کاله دوام لری ،خو زموږ تنظیمی ملکانو هم دا صلاحیت او تجربه نه درلوده چی د ملت خادمان ،عام المنفعه تاسیسات او خادم مشران ولی نابود شی؟یا ورسره د جهاد غلو او بقالانو بیا خپلی غلاوی ،وژنی او فسادونه کول همغه چی اوس شهرک،بلند منزل او ټاورونه لری
    الله ج دی دا ظالمان ،منافقین او د جهاد بقالان او غله ذلیل او تباه کړی لکه چی جهاد او ملت یی تباه کړ
    ولا تزد الظالمین الا تبارا
    و خذهم باخذ عزیز مقتر و
    خرب بنیانهم و قرب آجالهم
    یا رب العالمین
    آمین

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب