تاند (چهارشنبه، د جوزا۱۴) د ملګروملتو له هغه مفصل راپور سره سم، چې د دوشنبې په ورځ خپور شو، طالبانو ۳ هندي انجینیران، چې په ۲۰۱۸ م کال کې یې برمته کړي وو، د خپلو ۱۱ بندیانو په بدل کې خوشي کړي دي.
د ملګروملتو د امنیت شورا د تحلیلي ملاتړ او د بندیزونو د څارونکې ډلې راپور وايي چې د ۲۰۱۹ په اکتوبر کې د بګرام له محبس څخه ۱۱طالبان د درو هندي انجینیرانو د خلاصون په بدل کې خوشي شول. دا انجینیران وسله والو طالبانو په ۲۰۱۸ م کال تښتولي وو.
د راپور بر اساس، په یوولس خوشي شویو طالبانو کې شیخ عبدالرحیم او مولوي راشد بلوچ شامل وو.
د ملګروملتو په راپور کې راغلي چې شیح عبدالرحیم د حقاني شبکې له لوري ځانبولی طالب والي ټاکل شوی و. په راپور کې یادونه شوې چې حقاني شبکه د پاکستان پوځ او استخباراتو ته نژدې ډله ده.
د بلوچ په اړه ویل شوي چې نوموړی د امریکا د متحدو ایالتونو د خزانې د وزارت له لوري په ۲۰۱۵ م کال له طالبانو سره د القاعده په اړیکو کې د رول لرلو په خاطر په تور لیست کې شامل شوی و.
د ۲۰۱۸ م کال په مې میاشت کې ۱۱ هندي انجینیران په بغلان ولایت کې یرغمل شول. د هغوی یو تن د تېر کال په مارچ میاشت کې خوشي شو او د نورو برخلیک لا هم نه دی څرګند.
دغو انجینیرانو د یرغمل کېدو په مهال د افغانستان د حکومت د برېښنا پر یوې پروژې کار کاوه.
د درو انجینیرانو د خلاصون په مهال د هند حکومت په دې اړه له تبصرې کولو ډډه وکړه.
د ملګروملتو په دې راپور کې له القاعده سره د طالبانو د اړیکو او په افغانستان کې د طالبانو په ګټه په جګړه کې د زرګونو پاکستاني ترهګرو د ګډون یادونه هم شوې ده.
راپور وايي چې د پاکستان د جېش محمد او لشکر طیبه لږترلږه ۶۵۰۰ ترهګر په افغانستان کې د طالبانو په ګټه جنګېږي.
د افغانستان حکومت په ځلونو ویلي چې طالبان پر عام المنفعه تاسیساتو بریدونه کوي، ملکي وګړي تښتوي بناً ترهګر دي.
دا هندي انجنيران اسلا پليد او د شيطان زوی پاکستان خوشي کړي.