څو وخته وړاندې په یوې ناروغۍ اخته شوم، لویو، پوه او تجربه کارو ډاکټرانو ته ولاړم، نږدې شپږ میاشتې مې پرله پسې مختلفې دواګانې وخوړې، ولې ستونزه حل نه شوه.
یوه ورځ چې په ډېر ستونزمن حالت کې وم، او فکر مې کاوه که یو بل قدم ووهم شاید د ژوند وروستۍ شېبه مې وي، په عاجل ډول یوه روغتون ته ننوتم، یو ځوان ډاکتر چې فکر کوم نوی فارغ شوی و، د مرض د نښو نښانو په اړه راڅخه وپوښتل، بعضې درمل یې راته ولیکل او ویې ویل چې سبا څه مه خوره، چې ځینې معاینې وکړو. لاړم کور ته او فکر مې کاوه چې څومره پوه او تجربه کارو ډاکټرانو ته لاړم، ولې مرض مې جوړ نه شو، نو دا ځوان او بې تجربې ډاکټر به څنګه راته ګټور تمام شي.
سبا، سره له ډېرې نهیلۍ او زړه نا زړه توبه ورغلم، ډاکټر څلور ټیسټونه راته ولیکل او ویې ویل چې ان شاالله، له دې ټیسټونو سره دې اصلي رنځ معلومېږي. د ټسټونو له ترسره کولو وروسته، درې یې منفي ول او څلورم ټیسټ-انډسکوپي (کامره معدې ته داخلوي او وضیعت یې ګوري) مثبت و، د دوه اوونیو دوا یې راته راکړه، په دوه اونیو کې مې وضیعت ۹۰ فیصده بدلون وموند، او روغتیایي حالت مې بیخي نورمال شو.
د ژوند له دې پېښې مې لاندې نکتې زده کړې:
-د ستونزو د حل لپاره، اړینه ده ټول ممکنه حلونه په دقیق ډول، وڅېړل شي.
-له خپلو تجربو څخه ګټه اخیستنه مهمه ده ولې، ټول شته وسایل کارول تر تجربې لا مهم دي.
-تل په نوموتتو او برانډ څیزونو پسې تلل ګټور نه دي، کېدای شي تر هغو غوره یې، د څېړنو په پایله کې ومومو.
دا نوی فارغ شوی ډاکترصاحب لا سیاسی او دوکاندار شوی نه وو ، خپل مسلک او مسؤلیت ته متوجه وو