دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeټولنیزارواپوهنهژوند ښکلی دی| حشمت ناصري

ژوند ښکلی دی| حشمت ناصري

الله تعالی ژوند ښکلی پیدا کړی او د انسان د هوسایني لپاره یې پکې هرڅه تنظیم کړي خو دا په انسان پورې اړه لري چې خپل ژوند او برخلیک څنګه ټاکي او له خپل عمر او ژوند څخه څنګه استفاده کوي.

انسان فطرتاً د ژوند په اړه منفی او مثبت فکر لري. که چېرې ستونزې او مشکلات په ژوند کې ډېرې شي نو د انسان مخه منفي لور ته اوړي، ژوند بې خونده او انسان نهیلی شي؛ خو که چېرې له سوکالي او پرمختګ سره مخ شي نو بیا د انسان فکر مثبت اړخ ته اوړي، له ژونده خوند اخلي او تل د ژوند او راتلونکي لپاره مثبت فکر کوي. 

زما په آند، د ژوند په هره مرحله کې د الله تعالی یو حکمت پروت دی. که چېرې د انسان په ژوند کې سختي نه وای نو انسان به کله د هوساینې په خوند پوهېده؛ همدا سختي ده چې انسان دې ته اړ باسې چې د هوساینې، پرمختګ او سوکالۍ په لور ګام پورته کړي.

د ژوند په هره مرحله کې مثبت فکر درلودل ډېر اړین دي. مثبت فکر انسان ته قوت ورکوي، انسان هدفمن کوي، انسان پیاوړي کوي او له انسان سره مرسته کوي تچې ټاکل شوې موخې ترلاسه کړي.  

زما د ژوند ۳۵ کلن مزل ډېر اوږد او له سختیو ډګ و؛ کله کله به په ژوند کې ډېر نهیلی شوم او له ځان سره به مې ویل: “همدا چې درې وخته ډوډۍ راته مساعده شي کافي ده” 

هیڅکله به مې دا فکر نه کاوه چې سختۍ به تېرې شي او زما په ژوند کې به د روښنایی دروازې پرانیستل شي. خو هغه څه چې زه ژوند ته امیدواره کړی وم زما موخې او اهداف ول چې په ريښتني توګه مې د هغو د ترلاسه کولو لپاره زیار باسه.

د ژوند په دې اوږد مزل کې له راز راز ننګونو سره مخ شوم، ټولنیز حساسیتونه، بې شمېره مالي او اقتصادي ستونزې او د خلکو نامناسب برخورد له ما او زما له کورنۍ سره؛ هغه څه ول چې زه یې ډېر وکړولم. کله چې نسټوړی سپور و په ټولنه کې به خلکو له موږ سره بل ډول چلند کاوه او ډیرۍ به له ټولنیزو او قومي مراسمو څخه بې برخې وو. 

ښه مې یادیږي کله چې ما غوښتل دنده واخلم، ۱۱ موسسو او دولتي ادارو ته مې خپله سي وي واستوله او له ۱۱ مرجعو څخه مې منفي ځواب ترلاسه کړ؛ دې منفي ځوابونهو هیڅکله مات نه کړم بلکې ما ته یې دا قوت راکړ چې نور هم زیار وباسم او ټاکلي شوي موخې ترلاسه کړم. او همداسې هم وشول!

زما ۳۵ کلن ژوند ماته دا درس راکړ چې په هرې سختۍ پسې هوساینه او په هرې تیارې پسې روښنایي شته؛ له نهیلی څخه زیار او کوښښ غوره کړئ او د ژوند له هرې مرحلې څخه خوند واخلئ.

کامیابه انسان هغه دی چې په ژوند کې مشخص اهداف ځانته وټاکي او د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره په ريښتني توګه کوښښ وکړي او هیڅکله په ژوند کې نهیلی نه شي. نهیلي انسان کمزوری کوي او نهیلي نه یوازې د خپل شخص بلکې د کورنۍ او ټولنې لپاره هم په تاوان ده. مثبت فکر درلودل او د ژوند له هرې مرحلې څخه خوند اخیستل ضروري ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب