چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهپه پاکستان کې تر چین هم د کورونا ناروغان زیات شول

په پاکستان کې تر چین هم د کورونا ناروغان زیات شول

 تاند، پنجشنبه، د جوزا ۱۵ مه:پاکستان کې په تېرو څلرویشو ساعتونو کې اول ځل په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر له څلور زرو پورته شو او دې سره اوس پاکستان تر چین مخکې دی.

کورونا د چین په ووهان ښار کې پیل شوه او بیا ټول چین او نړۍ ته خوره شوه، خو تراوسه په چین کې څلور اتیا زره، یو سل نهه پنځوس کسان په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي، خو پاکستان کې نږدې پنځه اتیا زره کسان په دې وېروس اخته شوي دي.

اسلام اباد کې ۳۱۸۸، پنجاب کې ۳۱۱۰۴، سیند کې ۳۲۹۱۰، پښتونخوا کې ۱۱۳۷۳، بلوچستان کې ۵۲۲۴، ګلګت بلتستان کې ۸۲۴، پاکستان واکي کشمیر کې ۲۹۸ کسان په کورونا اخته دي.

په دغه هېواد کې له کورونا ۱۷۷۶ کسان مړه شوي، خو څه باندې دېرش زره ترې روغ شوي دی.

د پنجاب ایالتي پارلمات غړی شوکت منظورچیمه هم د کورونا له امله مړ شوی او په دې سره پاکستان کې د هغو ایالتي وکیلانو شمېر شپږو ته ورسېد چې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ مړه کېږي.

تراوسه نړۍ کې له کورونا وېروس نږدې شپږ نیم میلیونه کسان اغېزمن شوي او تر نیم میلیون پورې کسان ترې مړه شوي دي.

امریکا کې په دې وېروس تر ټولو ډېر خلک اخته شوي چې تر ۱۸ لکو اوړي او هم پکې له یو لک ډېر کسان مړه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب