سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeکلتورسینماانجلينا جولي سياست ته لېوالتيا وښوده!/ عبدالحق سمون

انجلينا جولي سياست ته لېوالتيا وښوده!/ عبدالحق سمون

د هاليووډ مشهورې ستورې انجلينا جولي وايي د هغې بشري کړنو سياست ته د هغې لېوالتيا ډېره کړې ده.

د اوسکار جايزې ګټونکې ستورې دغه خبرې Vanity Fair مجلې ته په يوه مرکه کې وکړې.

نوموړې وايي: کله چې تاسې د يوه بشرپالي په توګه کار کوﺉ، بايد سياست په نظر کې ونيسئ. هر کله چې وغواړﺉ يو بدلون راولئ، نو تاسې يې مسووليت لرﺉ.

ددې پوښتنې په ځواب کې چې که چېرې نوموړې ته په ملګرو ملتونو کې د سفيرې دنده ورکړل شي، څنګه به وي؟ وويل: نوموړې به ورته هرکلی ووايي.

که څه هم دغه 38 کلنه ستورې په دې اند ده چې د هغې فلمي نړۍ بوختيا به د نوموړې د کارونو پر وړاندې خنډ شي، خو نوموړې زياته کړه: زه په رښتيا نه پوهېږم چې کوم رول به زما لپاره مناسب وي. زه د هغه څه په اړه چې سرته يې رسوم هوښياره او باخبره يم چې دا ټکی به زما پر وړاندې يو خنډ وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب