شنبه, مې 11, 2024
Homeجنرال وزیريد تاریخ پاڼه

د تاریخ پاڼه

لیکوال: دولت وزیري

برهمائی ( برهمني ) یا هندوئیزم:

د ویدا ( ودا ) د فلسفې له مخې په جهان کې یواځې یو ازلي او ابدي روح وجود لري چې هغه د موجوداتو پیل او د ټولې نړۍ د پیداکیدلو علت بولي. وايې د هغه څخه درې نیروګانو ظهور کړی دی.
1 ـ برهمنا
2 ـ وشنو
3 ـ شیوا
په هند کې دې درې نیروګانو ته ( ترې مورتې ) وايې.
1 ـ برهمنا ـ د ټولو موجوداتو پیداکوونکی دی. ( البته د دوی په عقیده )
2 ـ وشنو ـ د ټولو موجوداتو ساتونکی دی.
3 ـ شیوا ـ د ټولو موجوداتو له منځه وړونکی دی.
د هندوانو مذهبي کتابونه:
1 ـ څلور د ویدي کتابونه
2 ـ او پانیشادها
3 ـ مهابهاراته
4 ـ بهار ګورګیتا
د هندوانو په دین کې د حیواناتو وژل جایز نه دي. ځکه چې دوی عقیده لري چې د دوی د خدایانو روح به په دې حیواناتو کې موجود وي.

هندوان د ګنګا سیند سپیڅلی ګڼي. په ځانګړي توګه هغه ځای چې په اله باد کې ورسره د جمنا سیند یو ځای کیږي. دوی عقیده لري چې دلته د دیې سیندونو سره یو نامري سیند په نامه د ( ساراواستی ) یو ځای کیږي. او محل د( تری ونی ) په نامه یادوي. دلته هندوان خپل دیني مراسم پر ځای کوي. غسلونه کوي دعاګانې لولې او ګناهونه په اوبو کې لاهو کوي. دغه مراسم د ( مګ ملا ) په نامه یادیږي.

د هند خلک 73 سلنه د هندوئیزم په مذهب دی. دوستانو یواځې ستاسو د معلومات په خاطر.

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب