جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهد کورونا له کبله له اماراتو تر ۱۵ زره زیات افغانان...

د کورونا له کبله له اماراتو تر ۱۵ زره زیات افغانان بېرته افغانستان ته راغلي

تاند (دوشنبه، د جوزا ۱۲) د کورونا وایرس له خپرېدو وروسته له متحده عربي اماراتو څخه تر ۱۵ زره ډېر افغانان په ۱۰۰ الوتنو کې خپل هیواد ته بېرته راغلي دي.

د متحده عربي اماراتو د ګلف نیوز ورځپاڼې د ننني راپور له مخې، له دې هیواده د پاکستانیانو او اندونیزیایانو په پرتله په حیرانوونکي ډول د بېرته ستنو شویو افغانانو شمېر خورا ډېر دی.

راپور وايي، له متحده عربي امارتو څخه د بل هر هیواد تر اتباعو افغانان ډېر خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د ګلف نیوز پر اساس، له متحده عربي اماراتو څخه شاوخوا ۱۲ زره پاکستانیان او شاوخوا لس نیم زره هندیان خپلو هیوادونو ته بېرته ګرځېدلي دي.

د افغانانو په پرتله په متحده عربي اماراتو کې د پاکستانیانو او هندیانو شمېر څو ځلې زیات دی.

په دوبۍ کې د افغانستان جنرال کونسل مسعود عزیزي ګلف نیوز ته ویلي«موږ لومړنی هیواد و چې په متحده عربي اماراتو کې د خپلو بندو پاتې شویو هیوادوالو د ستنولو کار مو پیل کړ.»

ده زیاته کړه، افغانان په درو هوايي شرکتونو؛ د اریانا افغان هوايي شرکت، فلای دوبۍ او العربیه کې افغانستان ته بېرته استول شوي دي.

ګلف نیوز وايي، سره له دې چې د هندیانو او پاکستانیانو د بېرته تګ په اړه رسنیو ډېر راپورونه خپاره کړل خو افغانستان خپل اتباع په ارامه او بې له دې چې ډېرې خبرې پرې وکړي په اغېزمن ډول بېرته ستانه کړل.

ښاغلی عزیزي وايي، په بېرته ستنېدو کې لومړیتوب هغو افغانانو ته ورکول کېږي چې د کار لپاره متحده عربي اماراتو ته راغلي  دي.

د ده په وینا په متحده عربي اماراتو کې یولکو ۸۰ زره افغانان مېشت دي چې ۱۷ زره تنو یې د بېرته ستنېدو لپاره ځانونه له کونسلګرۍ سره ثبت دکړي دي.

عزیز وايي چې د دغو کسانو ډېری خپل هیواد ته تللي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب