شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهله کورونا څخه یوه شپه او ورځ کې ۱۰۰ هېوادوال روغ خو...

له کورونا څخه یوه شپه او ورځ کې ۱۰۰ هېوادوال روغ خو ۵۴۵ پرې اخته شوي

تاند، دوشنبه، د جوزا ۱۲مه:  د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هیواد کې ۵۴۵ تنه په کورونا ویروس اخته شوي دي.

وزارت نن دوشنبه تاند ته په ورکړیو معلوماتو کې روښانه کړې چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې یې د ۱۱۶۸ مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې ۵۴۵ یې مثبت ثابت شوي او اوس افغانستان کې په کوروناویروس د اخته کسانو شمیر ۱۵۷۵۰ ته رسېدلی.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس له یادو پېښو څخه ۶۶ په کابل، ۱۱۷ په هرات، ۴ بلخ، ۹۲ پکتیا، ۵۰ ننګرهار، ۲ بادغیس، ۱۴ تخار، ۱۷ لوګر، ۱۲میدان وردګ، ۲۰ بامیان، ۲ لغمان، ۴۸ سمنګان، ۳۶ فراه، ۱۴ غور، ۱۲فاریاب، ۳ کونړ، ۲۲ په سرپل او ۱۴ بدخشان کې ثبت شوي دي.

یاد وزارت ویلي چې د دې ترڅنګ په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په شپږو ولایتونو کابل، بلخ، میدان وردګ،تخار، بغلان او فاریاب کې د کورونا ویروس له امله ۸ تنه مړه شوي دي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۶۵ تنو ته لوړ شو.

د دې ترڅنګ ۱۰۰ تنه بیرته له کورونا ویروس څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۱۴۲۸ تنو ته لوړ شو.

د کورونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکینز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کورونا ویروس د دوشنبې تر ماسپښین جون لومړۍ (غبرګولې۱۲) پورې ۳۷۲۳۰۳ کسان مړه کړي او څه باندې شپږ میلیونه نور پرې اخته شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب