چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeداسې هم شتهرومانیا د شاتو له مچیو په طبابت کې استفاده کوي

رومانیا د شاتو له مچیو په طبابت کې استفاده کوي

تاند- د شاتو د مچیو زهر ، د ګلو د منځ هغه زېړه دوړه چې مچۍ یې راټولوي او د مچیو شات، له لرغونو زمانو راهیسې په طبابت کې پکارېږي او رومانیا کوښښ کوي چې له شاتو د مچیو په ذریعه د معالجې دود ژوندی وساتي.

 دغه دود د لرغوني یونان زمانې ته رسي. په هغه وخت کې هیپوکراټس ویل چې شات د ټپونو د علاج لپاره پکارېږي او د رومیانو عقیده وه چې د ګلونو د منځ زېړه دوړه بنیادم ته ژوند بخښي. په لرغوني مصر، هند او چین کې هم د شاتو د مچیو او روغتیا تر منځ د رابطې خبرې کېدلې.

 د رومانیا په مرکز بوخارست کې د شاتو مچیو د معالجوي خصوصیاتو په باره کې د تحقیقاتي مرکز مشره کرستینا ماتیسکو وایي چې : د مچیو کندو تر ټولو پخوانی او طبیعي درملتون دی.

 دغه تحقیقاتي مرکز چې په ۱۹۷۴ کې جوړ شوی دی، یوسلوپنځه کسه پکې کار کوي او د شاتو له مچیو سره اړوند کابو دېرش ډوله تولیدات مارکیټ ته وړاندې کوي. دوی اوس ان د پیشوګانو او سپیو د علاج لپاره هم له مچیو سره اړوند تولیدات لري.

 که څه هم عصري طب وایي چې په دې باره کې باوري تحقیقات نه دي شوي او  د دې خبرې منل سخته دي چې  د مچیو زهر به څه ګټې لري، خو په رومانیا کې یو شمېر ناروغان وایي چې علاج یې ورباندې شوی دی. څلوردېرش کلنه شاعره دوینا پوستولاچي په هرو دوو اونیو کې یو ځل د مچیو د زهر ستن لګوي. دا وایي د دغو ستنو په برکت اوس ګرځېدلای شي ، حال دا چې پوره یو کال ځای په ځای پرته وه او ګام یې نه شو اخیستلای.

 دا یوازې رومانیا نه ده چې په علاج کې د مچیو نقش ته پکې اهمیت ورکول کېږي. په نورو ملکونو کې هم دې موضوع ته توجه مخ په زیاتېدو ده. تېر کال ( ۲۰۱۳) د امریکا په لوییس ښار کې په واشنګټن پوهنتون کې پوهانو یوه څېړنه خپره کړه چې د هغې په اساس د مچیو زهر د ایډز د مقابلې لپاره اغېزمن بلل شوي وو. په فرانسه کې له شاتو څخه د زخمونو په رغولو کې استفاده کېږي. دغه راز د شاتو مچیو له تولیداتو څخه په سینګار کې او د پوستکي د ګونځو په لرې کولو کې کار اخیستل کېږي.

 البته، رومانیا یو هغه هېواد دی چې د شاتو د مچیو کاروبار ته او له هغې څخه په روغتیایي چارو کې استفادې ته پکې  زیات پام کېږي. د دوه زره لسم کال له احصاییې سره سم،  په دغه شل میلیوني هېواد کې دوه څلوېښت زره کسان د شاتو د مچیو په کاروبار بوخت دي او د شاتو د مچیو دیارلس لکه صندوقونه پکې شته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب