شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+توندي او تېزي د مرګ خطر زیاتوي

توندي او تېزي د مرګ خطر زیاتوي

تاند- په ډنمارک کې یوه تازه څېړنه ښیي چې د کور له غړیو یا د دفتر له ملګرو یا دوستانو سره جنجال او توندې تېزې خبرې کول، په منځني عمر کې د مرګ  خطر زیاتوي. ډنمارکي محققان وایي چې په کور کې ناندرۍ نارینه وو او هغو کسانو ته لا زیات تاوان رسوي چې کار نه لري. د کوپنهاګن پوهنتون محققانو ویلي چې له څېړنو وروسته دې نتیجې ته رسېدلي دي چې  پر له پسې نانندرۍ او توندي او تېزي او د اعصابو خرابول د نارینه وو او د ښځو د مرګ احتمال دوه، درې برابره زیاتوي.

 تر دې له مخه تحقیقاتو ښودلې وه چې هغه ښځې او مېړونه او د کور نور غړي چې یو بل ته ژر ژر په قهرېږي او جنجال سره کوي، د زړه د حملې او دماغي سکتې له خطر سره زیات مخ کېږي. د یادولو ده چې سرطان، د زړه حمله او دماغي سکته د بنیادمانو د مرګ تر ټولو لوی عوامل دي.

مخکینو څېړنو دا هم ثابته کړې ده چې ښه روابط او ډېر دوستان لرل په صحت باندې مثبت اثر کوي.

په دې وروستیو کې یوې سروې ښودلې وه چې که یو بوډا منزوي ژوند لري او له نورو خلکو سره یې تګ راتګ او راشه درشه نه وي نو د بې وخته مړینې امکان یې څورلس فیصده زیاتېږي. په شیکاګو پوهنتون کې د سایکالوژي د پروفیسر جان کاشیپو په قول په زړبودن کې چې چاغوالی څومره د مرګ خطر زیاتوي، په انزوا کې اوسېدل د هغه دوه برابره خطر پېښولای شي.

1 COMMENT

  1. ښه معلومات و، په لاندي جمله کې مې نابلده لغت و لوست:

    د سایکالوژي د پروفیسر جان کاشیپو په قول په زړبودن کې چې…

    ښه به وای که د زړبودن په ځای زړښت لیکل شوی وای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب