Homeخبرونهامریکا د وروستیو سایبري بریدونو مسووله روسیه یادوي

امریکا د وروستیو سایبري بریدونو مسووله روسیه یادوي

تاند (چهارشنبه، د جدي ۱۷) د امریکا استخباراتي ادارو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې روسیه په ډسمبر میاشت کې د شوو سایبري بریدونو مسووله ده.

سرچینه وایي چې د دې احتمال دی چې روسیه به د دسمبر میاشتې د خطرناکو سایبري بریدونو ترشا لاس ولري.

امریکا داسې مهال پر روسیې دا تور پورې کوي چې په ډسمبر میاشت کې په امریکا کې پر مهمو دولتي ادارو سایبري بریدونه شوي دي چې لا هم په ځینو اداراتو کې هکرانو بریدونو ته ادامه ورکړې ده.

امریکایي چارواکي وایي چې اوس هم هکران د اطلاعاتو په پټولو بوخت دي.

امریکایي استخباراتي ادارې وایي دوی د دغه بریدونو د اصلي سرچینې په پیدا کولو بوخت دي خو وایي لومړني معلومات يې ښيي چې روسیه د دې بریدونو تر شا ده.

د یادونې ده چې امریکا تر دې وړاندې دغه تور پر ایران پورې کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...