دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد سولې په اړه د همغږۍ پر ډېرولو د افغان حکومت او...

د سولې په اړه د همغږۍ پر ډېرولو د افغان حکومت او امریکا ټينګار

تاند (چهارشنبه، د جدي ۱۷)  د افغانستان د ملي امنیت شورا له دفتر څخه په خپره شوې  خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر او د چارو ادارې رییس فضل محمود فضلي د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي.

سرچینه وایي چې په دې لیدنه کې په سیمه او افغانستان کې پر روان وضعیت او سولې خبرې شوې دي.

د سرچینې په خبره دواړو لورو ټینګار کړی چې باید د سولې خبرې لاس ته راوړنې وساتي او د یوه خپلواک پیاوړي او با ثباته افغانستان د جوړېدو سبب شي.

افغان لوري همدا راز د سولې له خبرو سره هم هاله تاوتریخوالی هم د اندېښنې وړ بللی دی او له امریکايي لوري یې غوښتي چې په دې تړاو خپل دریځ روښانه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ دوحې ته دافغان پلاوي له تګ سره سم زلمی خلیلزاد کابل ته را ورسېده او دلته یې پر افغان سوله له افغان چارواکو سره لیده کاته پيل کړل.

تازه زلمی خلیلزاد ته نږدې ځينو سرچینو رسنیو ته ویلي ولسمشر غني د خلیلزاد د ملاقات غوښتنه رد کړې او ویلي چې دی بوخت دی او وخت نه لري چې  خلیلزاد سره وګوري.

خلیلزاد په کابل کې دی او تر دې دمه یې له پخواني ولسمشر کرزي، عبدالله عبدالله، استاد سیاف ، حنیف اتمر او حمدالله محب سره لیدنې کتنې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب