دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهحکومت له دوه زندانونو ۹۰۰ طالبان خوشې کړل، طالبانو د اوربند دوام...

حکومت له دوه زندانونو ۹۰۰ طالبان خوشې کړل، طالبانو د اوربند دوام رد کړ

هتاند، سه شنبه، د جوزا ۶مه: د ملي امنیت شورا تاند ته وايي، نن مازیګر یې د څرخي پله او بګرام له زندانونو څخه سترې ډلې طالبان خوشې کړل، خو د جرمني خبري اژانس بیا د طالبانو د ویاند له قوله راپور ورکړی چې اوربند به ونه غځول شي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل تاند ته وویل، نن له څرخي پله زندان څخه ۳۲۰ طالبان او له بګرام زندان څخه ۵۸۰ طالبان د سولې پروسې د چټکتیا او حسن نیت له مخې خوشې شول

نوموړی وایي، په دې سره له افغان زندانونو د خوشې شویو طالبانو شمېر ۲ زره شو خو په وینا یې چې طالبان هم باید اوس مسوولیت ادا کړي چې له حکومت سره د انعطاف نور انتخابونه هم شته.

امنیت شورا: د بندیانو ازادي، اوربند او مذاکرات په یو بل پورې تړلي دي

بلخوا د طالبانو ویاند سهېل شاهین دویچه ویله ته ویلي، چې درې ورځې اوربند نن شپه ۱۲ بجې پای ته رسېږي او وبه نه غځول شي.
نوموړي ویلي، اوربند د اختر په خاطر و او د بندیانو خوشې کول به د سولې بل پړاو یا افغاني مذاکراتو ته لاره خوشې کړي.
د شاهین په خبره په دایمي اوربند به د افغانانو تر منځ مذاکراتو کې بحث کېږي او دا به یې مهمه اجنډا وي.

بلخوا جاوېد فیصل خبرداری ورکړی چې د اوربند غځېدل به د طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ چټکه او افغاني مذاکراته زمینه سازي وکړي.

حکومت نن د طالبانو ۹۰۰ بندیان ازادوي طالبان شاید اوربند وغځوي

دا په داسې حال کې ده چې ګڼو نړیوالو لوریو، هند، کاناډا، جرمني، ناروې، قطر، ازبکستان، چین، امریکا او ایران د اوربند د غځېدو غوښتنه کړې ده.

همدا راز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ولسمشر غني ته ډاډ ورکړی دی چې هڅه به وکړي اوربند وغځوي یا هم طالبان د تاوتریخوالي کمولو ته حاضر کړي.

2 COMMENTS

  1. چې د نړۍ ټول ملکونه ترې نه هم غوښتنه وکړي، نو هم به اوربند ونه غځوي ، ځکه چې دوی غلامان د غلام ابن غلام دي، دوی د تورمخي پنجابک غلامان او اسیران دي، او هغوی د انګریز غلامان تیرشويدي.
    نو چې دوی ته تورمخي ابلیس اجازه نه وي کړي، نو دوی به په خپل سر څه اوربند وکړي !!
    د دغه ملکونو دې کور ودان وي ، چې په افغان مظلوم ملت یې زړه سوځي، خو نړیوال باید په دې وپوهیږي، چې په دې جګړه کې د کومو هیوادونو ګټه ده !

  2. اصلی خبره دا ده چی دا بیچاره ګان دومره بی واکه مزدوران دي چی د خپلو پنجابی بادارانو له ویری سر نشی پورته کولی ، د دوی د ټولو بچیان د ای اس لخوا بر مته دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب