جمعه, مې 10, 2024
Home+پوهاند میرحسین شاه اغا هم د ابدیت برخه سو | محمد معصوم...

پوهاند میرحسین شاه اغا هم د ابدیت برخه سو | محمد معصوم هوتک

انا لله و انا الیه راجعون

نن سهار ( د ۲۰۲۰ع کال د می ۲۶مه)چي مي له خپل عادت سره سم ترسبا ناري دمخه د وطن په حالاتو باندي د خبرېدو له اسیته افغاني ویبپاڼو ته سر ور ښکاره کړ او د پوهاند میر حسین شاه اغا د وفات پر خبر مي سترگي ولگېدې. د زړه په خواشیني سوم اوپر انسانانو باندي د نني ناورین ( کورونا) ماتم مي له ذهنه وووت، د پوهاند صاحب مرحوم په غم وزنگېدم. دده پاک روح ته مي دوعا وکړه او دا څو کرښي مي دده په یاد ولیکلې.

پوهاند میر حسین شاه د کابل پوهنتون له هغو محدودو استادانو څخه وو چي پر لیکنو او څېړنو ئې د تاریخ او ادب لارویانو د افغانستان د سلفو پوهانو تنده ماتوله. دده تحقیقات زموږ  د ادب او تاریخ له پاره مستند ماخذونه دي. د پوهاند میر حسین شاه کورنۍ د کندهار په فرهنگي او علمي حوزه کي د درانه نامه خاونده وه. ددوی پلرنۍ مېنه د کندهار د اوسني ښار لویدیځ ته د” گندیگان” سیمه وه چي وروسته د ښار لومړۍ ناحیې ته را لېږدېدلي ول او د ” کنار جوی ده خواجه” په کوڅه کي ئې استوگنه درلوده. د پوهاند صاحب پلار مرحوم میر عبدالجواد شاه د خپل عصر فاضل ادیب، دانشمند شخصیت وو. ده په کندهار کي د اماني روښانه عصر په شپو ورځو کي د معارف د ودي او پر مختگ له پاره د هغه وخت د پوهني له منسوبینو په تېره بیا له مولوي صالح محمد کندهاري سره د مکتبو په تاسیس کي فعاله مرسته کوله. نوموړی میر جواد اغا د معارف پر څنگ په کندهار کي د پښتو انجمن د تاسیس په فعالیت کي هم همکار وو او ددغه انجمن د پرانیستلو په مراسمو کې له جوشه ډکه وینا کړې وه. د گلزار قندهار مولف شیخ محمد حسن چي په ” مولوی قندهاری” مشهور وو، د همدغه میر جواد شاه اغا شاگرد وو. مولوي قندهاري د خپل کتاب “گلزار قندهار” په ۱۳۹ـ ۱۴۰ مخ کي د خپل استاد میر عبدالجواد شاه اغا په باب کښلي دي چي په رسمي علومو صرف، نحو، منطق، فقه فریقین، کلام او حکمت ئې لوی لاس درلود او د ځینو دغو علومو تدریس ئې هم کاوه.دعربي او فارسي تفسیرونو او د احادثو دکتابونو پراخه مطالعه ئې درلوده . د تاریخ په مطالعه کي ئې پیاوړې حافظه لرله. په نجوم، رمل و اسطرلاب و جفر کي ئې لوی لاس درلود خو له هغو څخه ئې کار نه اخیست. په عباداتو کي ئې له خپل مربي میر عبدالخالق شاه مرحوم پرته بل سیال نه درلود. قبر ئې د سیدمیراحمد په زیارت کي د خپل پلار و نیکه د قبرونو تر څنگ واقع دئ.

پوهاند میرحسین شاه اغا له وطنه لیري د ابدیت په سفر روان سو خو یاد به ئې دده له وطنوالو سره تل پاته وي. ددوی آثار او څېړني به زموږ د راتلونکو تحقیقاتو له پاره اساسي ماخذونه وي.

ما چي د پوهاند صاحب د وفات خبر ولووست، سمدلاسه مي د لوړو د ښوونو وزارت هڅاند او دانشمند مسئول ښاغلي عبدالتواب بالاکرزي ته پیغام ولېږه چي د پوهاند صاحب مرحوم د علمي مقام او منزلت د نورو ستاینو پر څنگ خو دي سمدلاسه د کندهارپوهنتون د کنفرانسونو تالار د پوهاند میرحسین شاه په نامه ونومول سي. دوی موافقه وښودله او د لازمو اقداماتو ژمنه ئې وکړه. 

زه د خپلي دې لنډي لیکني له لاري د پوهاند میرحسین شاه اغا روح ته د مغفرت دوعا کوم او کورنۍ ته ئې په تېره ددوی دانشمند زوی سید طیب جواد ته تسلیت وایم.

محمد معصوم هوتک

۲۶ می ۲۰۲۰ع

آشاوا ـ کاناډا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب