تاند، سه شنبه، د جوزا ۶ مه: د حکومت ځینو سرچینو تاند ته ویلي، چې افغان حکومت به نن له بګرام او پلچرخي زندانه شاوخوا ۹۰۰ طالب بندیان ازاد کړي.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل رسنیو ته تایید کړي چې په زیات شمیر بندیان به نن ازاد شي خو د دقیق شمیر په اړه یې نا خبرې وښودله.
دغه بندیان په داسې حال کې خوشي کیږي چې دوه ورځې وړاندې وسلوالو طالبانو د اختر په ورځو کې د درې ورځني اوربند اعلان وکړ او افغان حکومت یې هم هرکلی وکړ او په مقابل کې یې درې ورځې اوربند اعلان کړ.
بل لور ته د اختر په لومړۍ ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یو بې ساري اقدام سره له افغان زندانونو د وسلوالو طالبانو د دوه زره بندیانو د خلاصیدو خبر ورکړ.
وسلوالو طالبانو د افغان حکومت د دغه اقدام هرکلی کړی و او نن یو شمیرعامو افغانانو د حکومت د ننني اقدام په اړه چې ۹۰۰ بندیان به ازادوي هرکلی او خوښي ښودلې او له وسلوالو طالبانو یې د ورته اقدام غوښتنه کړې.
د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا تاند سره په وټساپ مسجونو کې د افغان حکومت د ننني اقدام په اړه ویلي، چې دا به د ورځې په جریان کې په ډاګه کړي چې د دوی رهبري د دې کار په مقابل کې څه غبرګون ښایي.
د ځینو معلوماتو له مخې چې وسلوال طالبان به درې ورځنی اوربند وغځوي.
په هر مملکت کی چه د دو متخاصمو طرفونو په منځ کی که دا حکومت وی او یوه ډله ، او یا ددوو ډلو په منځ کی ، معمول اصل همدا دی چه د مذاکراتو نه مخکی مکمله ډزبندی وشی ، اوبیا تر هغه وخته چه مذاکرت روان وی باید دغه اوربند قایم او حاکم وی . کله چه توافق د صلحی را منځ ته شی نو بیا اروبند دایمی کیژی ، او دواړه طرفه مسؤل دی چه د خپأ توافق مواد یو یو په خپل وخت عملی کړی . دلته په افغنستان کی ددغه عام اصل خلاف اوس ګورو چه طالبان اول اروبند نه کاوه ، بیا یی چه اوربند وکړ هغه هم ۳ روځی د اختر ، سوال اوس د ملت سره دادی چه اوربند خو شرعی حکم لری چه تر ټولو مخکی اول ضروری خبره داده چه قتل او قتال ودرول شی ، د طالب ډلی په اوربند کی څه تاوان دی ؟ که غواړی چه ولسی حمایت یی نور هم کمزوری نشی خو باید دوامداره اوربند اعلان کړی ، او د دولت سره خبرو ته دوام ورکړی کومه چه د ملت غوښتنه ده . وروسته د توافقه ، دیوی سیاسی ډلی په حیث په کابل کی خپل مرکزی دفتر پرانیزی ، د افغانستان په جوړونه کی برخه واخلی او په آینده انتخاباتو کی برخه واخلی . ښه مثال یی د حکمتیارد حزب اسلامی او دولت تر منځ د صلحی تعامل او توافق ؤ . البته په دی فانی نړی کی هیڅ فرد ، ډله او حزب که جنګی وی او که سیاسی ، خپلو ټولو آرزوګانو او غوښتنو ته سل په سلو کی نه رسیژی ، باید چه د نورو د حقوقو پالخصوص د خپل ملت د حقوقو خیال وساتی ، د قناعت او تحمل پذیری څخه کار واخلی ، خپله آبرو او عزت په نظر کی ونیسی او په خپل لاس د بی ځایه حرص په نتیجه کی خپل ځان د خپل ملت ، دنیا او الله تعالی په وړاندی ذلیل او منفور نکړی .