Homeخبرونهترکي ځواکونو د ۳۴ افغانانو په شمول ۷۲ تنه له ډوبېدو ژغورلي

ترکي ځواکونو د ۳۴ افغانانو په شمول ۷۲ تنه له ډوبېدو ژغورلي

تاند، سه شنبه، د جوزا ۶مه: ترکي سمندري ځواکونو د ازمیر د فوکا ساحل په ساحه کې د ۳۴ افغانانو په شمول ۷۲ پناه غوښتونکي له ډوبېدو ژغورلي دي.

ترکي ځواکونو ویلي ژغورل شوي کسان د افغانستان تر څنګ د کانګو، ګانا او پاکستان اوسېدونکي دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویلي، په څلورو کښتیو کې سپاره ژغورل شویو کډوالو کې یې ۳۴ تنه د افغانستان، ۱۸ تنه د کانګو، ۱۲ تنه د افریقا، ۶ تنه د ګانا او ۲ تنه د پاکستان اوسېدونکي وو.

وزارت ویلي، د کډوالو دا کښتۍ یوناني ځواکونو اړ کړې وې چې خپله لار او مسیر بدل کړي، خو د دوی مرستندویه ډلې ور رسېدلي او دا کډوال یې د مهاجرت دفتر اړوند کمپ ته رسولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...