سه شنبه, مې 14, 2024
Homeمقالېطالبان د ناز لپاره ډېر کم وخت لري

طالبان د ناز لپاره ډېر کم وخت لري

لیکوال: خوشال خلیل

اوس وخت کې طالبانو ته یو داسې طلایي چانس په لاس ورغلی دی که چېرې په نسبي توګه هم د پاکستان له نفوذ نه خپلواک عمل یعنې سیاست وکړي، ډېرې سیاسي لاسته راوړنې لرلی شي او په راتلوکي کې د افغانستان د سیاسي نظام غوښنه برخه جوړیدای او خپل جنګي هویت په سیاسي هویت بدلولی شي.
دا سیاسي چانس په دوحه کې له امریکا سره د سیاسي توافق وروسته په لاس ورغلی چې اوس وخت کې په نړیوال سیټج مطرح وسله واله ډله یادېږي، خو طالبان باید دا واقعیت ومني چې د دوی اوسنی وضعیت نه د افغانستان د واقعیتونو انعکاس دی، نه د دوی د محبوبیت انعکاس دی او نه هم د دوی د زیرکتیا او فعالې دیپلوماسۍ، بلکې د دوی اوسنی وضعیت د امریکا د وتلو د پالیسیو انعکاس دی، دا هغه پالیسي ده چې ټرمپ دا دوه کاله پرې لګیا دی او خپلو خلکو ته یې بار بار یادوي چې د افغانستان جنګ ختموي او خپل سرتېري باسي، د دې لپاره چې بې مسوولیته ونه وځي، نو هلته باید یو روغه جوړه هم وشي، ځکه خو یې وار له مخې طالبانو سره توافقنامه هم لاسلیک کړې ده او که هر څه سم مخې ته لاړ شي هم به یې سرتېري راستانه شي، هم به یې لګښتونه کم شي او هم به یې تر شا د امریکا یو متحد دولت پرې ایښي وي.
که څه هم د طالب تر شا چې کوم فکري مرکزونه دي، هغوی په دې واقعیت پوهېږي، خو طالبان خپلو صفوفو ته داسې تلقین ورکوي چې ګني، د کابل بشپړې فتحې ته نږدې دي، امریکا یې ماته کړې، زیاته ځمکه یې تر واک لاندې ده، د افغانستان هر ځای کې ناامني راوستی شي او دې ته ورته نور کاذب احساسات او غرور اظهاروي، که همداسې دوام ورکړي ګټلې سیاسي لوبه بایلي.
دا اوس طالبانو په دری ورځني اوربند وکولای شوای د خپلو دوه زره بنديانو خلاصون په حکومت ومني، یا برعکس هم ویلی شو چې حکومت بندیان د توافق سره سم هسې هم خوشي کول، خو درې ورځې اوربند یې په طالبانو ومانه، نوي خبره دا ده چې طالبانو ويلي که دا شمېر څلور زرو ته ورسيږي نو اوربند به اوه ورځې وغځوي.
ډيورنډ کرښې ته څيرمه د طالبانو تحرکاتو ته په کتو داسې فکر نه کېږي چې طالبان دې له خپل خره ښکته او جنګ بند کړي، خو د اوربند دوام او افغان حکومت سره د طالبانو مخامخ خبرې د طالبانو یو سیاسي ضرورت دی، اوس يوازې امریکا ده چې په طالبانو به دا دواړه خبرې مني، ځکه امريکا له توافق وروسته په سياسي لحاظ طالبان يرغمل کړي او بېرته جنګ پيلول د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په ګټه نه دی او که جنګ پيل او اوربند ونه غځېږي او مذاکرات هم پيل نشي، د ټرمپ اداره خپلو خلکو ته نشي ويلی چې د يو نيم کال مذاکراتو او بنديانو خوشي کولو نه يې څه ترلاسه کړل، مخالفان به یې ملامته کړي چې نه دې دايمي اوربند او نه هم افغان حکومت سره د مخامخ مذاکراتو پيل ته زمینه برابره کړه، هسې دې یوې تروریستی ډلې ته مشروعیت ورکړ، دا به په امریکا کې د ټرمپ په رایو او سیاسي پوزیشن بد تاثیر وکړي او ټرمپ په هغه چا رحم نه کوي چې دده موقف کمزوری کوي.
د امریکا ټاکنو ته پنځه میاشتې پاتې دي، طالبان د ناز لپاره ډېر کم وخت لري اوس یې هم ډېر وخت ضایعه کړی او دا فرصت چې اوس ورته مساعد شوی دا هر وخت نه وي، که په دغو پنځو میاشتو کې هم د سیاست په ځای جنګ ته زور ورکړي او د امریکا ټاکنې را ورسېږي او دوی دلته هیڅ پرمختګ ونه لري، بیا نو نه خلیلزاد او نه ټرمپ د طالبانو کېسه کې دی او نه بل څوک، نه به یې پنټاګان غږ واوري نه سي ای ای، د افغانستان دولت به هم بیا د امریکا تر فشار لاندې نه وي، نه به امریکا غواړي چې کابل کې خپل متحد تر دومره فشار لاندې راولي لکه اوس یې چې راوستی، بیا د افغانستان د حکومت موقف هم ممکن سخت شي او دغه اوسنی نرمښت به نه وي، امریکا به بیا ونه غواړي چې د طالب په سر له کابل سره اړیکې خرابې کړي او د طالب هر ناز ته دومره حوصله وکړي.
بیا وایم که طالبان دومره سیاسي درایت ولري او رښتیا یې سیاسي تجربه پیدا کړي وي، نو همدا یې وخت دی چې اوربند وغځوي، د افغانستان حکومت سره د مخامخ مذاکراتو نیټه او ځای اعلان کړي، او ټرمپ ته هغه څه په لاس ورکړي چې هغه ترې امریکا کې ګټه واخلي او هغه په غرور او افتخار خپلو خلکو ته وویلی شي: موږ وکولای شوای افغانان خپلو کې سره کينوو او نور له دې لعنتي جنګ نه راووځو.
خو که طالبان د دغو پنځو میاشتو په ارزښت پوه نشي، په خپل کاذب غرور ودرېږي، ټرمپ سره يې نوی يارانه په يو ټويټ خرابېدلی او ټولې سیاسي لاسته راوړنې او د قطر دفتر یې ور ټولولی شي.

2 COMMENTS

  1. د جنګ درول ضروری خو بیځایه خبری یی اوږدوی. پریږدی چه غنی ټول پنځه زره تالبان ازاد کړی او ژر په خبرو پیل وکړی. کله چه خبری پیل سی نو د هغو په مینځ کی د امریکایانو په توګه موقتی تاوتریخوالی کم کړی او وروسته بیا د خبرو د کامیابی په هیله اوربند وشی.
    که تالبان د بندیانو د ازادی نه وروسته د خبرو لپاره خنډ اچوی نو هلته بیا د نازونو خبره به ريښتیا وی.
    امریکایان نور د جنګ پلمی خپلو خلکو ته نسی کولای. د ترمپ نظر د عادی امریکایانو نظر دی او وینی څښونکی محدود کسان اوس رسوا سوی دی. که ترمپ وی او که بیدین دواړه امریکایی شرم نور نسی زغملای. هسی هوسونه غنی ته مه ورکوی. تالبان د جنګ د اوصولو سره سم کامیاب ګوریلا جنکیالی دی او د خلکو ملاتړ نه سوا هغه شل کاله نسوای جنګیدلی. د هغوی د ناکامی او بی ملته جنګیالی بلل واقعیت ندی. نو بهتره دا ده چه غنی ځان تیر نباسی او ژر هغه پنځه زره بندیان خوشی کړی ترڅو د سولی دوهم پړاو پیل سی.

  2. دخوشحال لیکنہ خو ڈیرہ دغوصی ڈکہ اوٹول پہ ٹول اخطارونہ دی خوشحال دی خپل نوم بدل کڑی زکہ چہ دی دطالبانو پہ دی سیاسی کامیابی خپہ اوسم سوزیی اوپہ غیظ اوغصہ خکاری( قل موتوبغیظکم ۔۔۔) حوصلہ وکڑہ اونوروتہ تہ دی ہم ورکڑہ دالاسروخت دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب