یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد بشري حقونو خپلواک کمېسیون د اوربند د غځولو غوښتنه وکړه

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د اوربند د غځولو غوښتنه وکړه

تاند، سه شنبه، د جوزا ۶مه: د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د اختر په پار د دریو ورځو د رامنځته شوي اوربند د غځولو غوښتنه وکړه .
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نن سه شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، اوربند باید وغځول شي او د جګړې د ختمولو لپاره دې افغاني مذاکرات ژر تر ژره پيل شي.

د کمېسیون په خبره د تاوتریخوالي کموالی به د ملکیانو او هېوادوالو د ژوند د خوندیتوب سبب شي او خپلو بشري حقونو ته لاسرسی به یې زیات شي: ((د جګړې ښکیل لوري د ملکیانو د ژوند په اړه مسوول دي، باید ځان او امنیت یې خوندي واوسي.))

دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې ټولنې هم د بندیانو د خوشې کېدو په ځواب کې له طالبانو د اوربند د تمدید غوښتنه کړې ده.
نن افغان حکومت ۹۰۰ زندانیان خوشې کوي چې په اړه یې طالبانو هم تاند ته ویلي، د ورځې تر پایه به ولیدل شي چې مشران یې د اوربند غځولو پرېکړه کوي که نه؟

1 COMMENT

  1. په هر مملکت کی چه د دو متخاصمو طرفونو په منځ کی که دا حکومت وی او یوه ډله ، او یا ددوو ډلو په منځ کی ، معمول اصل همدا دی چه د مذاکراتو نه مخکی مکمله ډزبندی وشی ، اوبیا تر هغه وخته چه مذاکرت روان وی باید دغه اوربند قایم او حاکم وی . کله چه توافق د صلحی را منځ ته شی نو بیا اروبند دایمی کیژی ، او دواړه طرفه مسؤل دی چه د خپل توافق مواد یو یو په خپل وخت عملی کړی . دلته په افغنستان کی ددغه عام اصل خلاف اوس ګورو چه طالبان اول اروبند نه کاوه ، بیا یی چه اوربند وکړ هغه هم ۳ روځی د اختر ، سوال اوس د ملت سره دادی چه اوربند خو شرعی حکم لری چه تر ټولو مخکی اول ضروری خبره داده چه قتل او قتال ودرول شی ، د طالب ډلی په اوربند کی څه تاوان دی ؟ که غواړی چه ولسی حمایت یی نور هم کمزوری نشی خو باید دوامداره اوربند اعلان کړی ، او د دولت سره خبرو ته دوام ورکړی کومه چه د ملت غوښتنه ده . وروسته د توافقه ، دیوی سیاسی ډلی په حیث په کابل کی خپل مرکزی دفتر پرانیزی ، د افغانستان په جوړونه کی برخه واخلی ، ملت ته خدمات عرضه کړی ، او په آینده انتخاباتو کی برخه واخلی . ښه مثال یی د حکمتیارد حزب اسلامی او دولت تر منځ د صلحی تعامل او توافق ؤ . البته دا واقعیت هم باید ومنو چه په دی فانی نړی کی هیڅ فرد ، ډله یا حزب که جنګی وی او که سیاسی ، خپلو ټولو آرزوګانو او غوښتنو ته سل په سلو کی نه دی رسیدلی او نه هم رسیژی ، باید چه د نورو د حقوقو بالخصوص د خپل ملت د حقوقو ډیر خیال وساتل شی ، د قناعت او تحمل پذیری څخه کار واخیستل شی ، خپله آبرو او عزت په نظر کی ونیول شی او په خپل لاس د بی ځایه حرص په نتیجه کی خپل ځان ، ځپله ډله یا حزب د خپل ملت ، دنیا او الله تعالی په وړاندی ذلیل او منفور نکړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب