Homeخبرونهغني له صالح، دانش او سیاف سره د طالب بندیانو په خوشې...

غني له صالح، دانش او سیاف سره د طالب بندیانو په خوشې کولو او اوربند غځولو غږېدلی

تاند، سه شنبه، د جوزا ۶مه: ولسمشر غني نن له خپلو دوه مرستیالانو امرالله صالح، سرور دانش او له جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف سره لیدنو کې د ۲ زره بندیانو د خوشې کولو په اړه خبرې کړې دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ تاند ته په استولیو دوه جلا خبرپانو کې ویلي، ولسمشر له خپلو مرستیالانو سره د سولې پروسې، د اوربند غځولو، د اختر په ورځو کې د زر تنه طالبانو خوشې کولو او ژر تر ژره د افغاني مذاکراتو د پیل په اړه سلا مشورې کړې دي.

ولسمشر همدا راز نن د اختر په دریمه ورځ د جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف کور ته ورغلی او د اختر د مبارکۍ تر څنګ یې د سولې پروسې، د طالبانو د خوشې کولو او اوربند غځولو په اړه ورسره بحثونه کړي دي.
نن د ملي امنیت شورا خبر ورکړ چې د ورځې تر پایه به د بګرام او څرخي پله له زندانونو څخه ۹۰۰ طالبان خوشې کړي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل په یو خبري کنفرانس کې وویل، د بندیانو د خوشې کولو په رابطه به د نیک نیت ښودل په طالبانو پورې اړوند وي چې دوی د سولې پروسې د پرمختګ لپاره څه کوي؟
نوموړي وویل، دوی هر وخت اوربند ته چمتو دي خو طالبان باید خپل مسوولیت په دې برخه کې ادا کړي تر څو د زندانیانو د خوشې کولو پروسه لا چټکه او افغاني خبرو ته زمینه سازي وشي.

ولسمشر د اختر په دویمه ورځ د ۲ زره طالب زندانیانو د خوشې کولو امر کړی چې ۹۰۰ تنه به یې نن خوشې شي، خو طالبانو یې په اړه له څه ویلو ډډه کړې او ویلي یې دي د مشرانو پرېکړې ته په انتظار دي چې د افغان حکومت د دغه کار په مقابل کې اوربند غځوي که نه؟

تر اوسه د اوربند د غځولو په اړه د ۴ ورځو، ۷ ورځو او ۱۰ ورځو راپورونه ورکول شوي دي.

1 COMMENT

  1. په هر مملکت کی چه د دو متخاصمو طرفونو په منځ کی که دا حکومت وی او یوه ډله ، او یا ددوو ډلو په منځ کی ، معمول اصل همدا دی چه د مذاکراتو نه مخکی مکمله ډزبندی وشی ، اوبیا تر هغه وخته چه مذاکرت روان وی باید دغه اوربند قایم او حاکم وی . کله چه توافق د صلحی را منځ ته شی نو بیا اروبند دایمی کیژی ، او دواړه طرفه مسؤل دی چه د خپل توافق مواد یو یو په خپل وخت عملی کړی . دلته په افغنستان کی ددغه عام اصل خلاف اوس ګورو چه طالبان اول اروبند نه کاوه ، بیا یی چه اوربند وکړ هغه هم ۳ روځی د اختر ، سوال اوس د ملت سره دادی چه اوربند خو شرعی حکم لری چه تر ټولو مخکی اول ضروری خبره داده چه قتل او قتال ودرول شی ، د طالب ډلی په اوربند کی څه تاوان دی ؟ که غواړی چه ولسی حمایت یی نور هم کمزوری نشی خو باید دوامداره اوربند اعلان کړی ، او د دولت سره خبرو ته دوام ورکړی کومه چه د ملت غوښتنه ده . وروسته د توافقه ، دیوی سیاسی ډلی په حیث په کابل کی خپل مرکزی دفتر پرانیزی ، د افغانستان په جوړونه کی برخه واخلی ، ملت ته خدمات عرضه کړی ، او په آینده انتخاباتو کی برخه واخلی . ښه مثال یی د حکمتیارد حزب اسلامی او دولت تر منځ د صلحی تعامل او توافق ؤ . البته واقعیت هم باید ومنو چه په دی فانی نړی کی هیڅ فرد ، ډله یا حزب که جنګی وی او که سیاسی ، خپلو ټولو آرزوګانو او غوښتنو ته سل په سلو کی نه دی رسیدلی او نه هم رسیژی ، باید چه د نورو د حقوقو بالخصوص د خپل ملت د حقوقو ډیر خیال وساتل شی ، د قناعت او تحمل پذیری څخه کار واخیستل شی ، خپله آبرو او عزت په نظر کی ونیول شی او په خپل لاس د بی ځایه حرص په نتیجه کی خپل ځان ، ځپله ډله یا حزب د خپل ملت ، دنیا او الله تعالی په وړاندی ذلیل او منفور نکړی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...