یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد بلخ ډاکټرانو په لومړي ځل د یو پاکستاني د زړه بریالی...

د بلخ ډاکټرانو په لومړي ځل د یو پاکستاني د زړه بریالی عملیات وکړ

تاند، سه شنبه، د جوزا ۶مه: د بلخ ابوعلي سینا تخصصي روغتون ډاکټرانو په لومړي ځل د زړه بریالي جراحي عملیات ترسره کړل.
ډاکټران وايي، دوی د یوې ۴۵ کلن کس چې د زړه ناروغه و، بریالي جراحي عملیات کړي او د دغې مېرمنې وضعیت هم اوس ښه دی.

د مزار شریف د ابوعلي سینا روغتون د زړه ناروغیو متخصص احمد شفیق هورخشا وايي،، دغه ناروغ پاکستانی تابعیت لري او تر یو ساعت عملیاتو وروسته یې په عاجل واټ کې داخل کړی دی: (( د دغې مېرمنې د زړه د تر ټولو پېچلې برخې عملیات مو وکړ او پرڼ شوې وینه مو ترې وویسته.))

یو بل ډاکټر برهان انوري وايي، کله یې چې ناروغه روغتون ته راوړل شوه، وضعیت یې ډېر خراب و مګر له عملیات وروسته نوموړی اوس روغ دی.
بلخوا دغه ناروغ غوث الدین وايي، چې ډاکټرانو ورسره ډېره خواخوږي ښودلې او غوره درملنه یې شوې ده: (( ډېر ښه شوی یم، فقط لږ ټوخی لرم.))

له دغه ناروغ سره راغلي یو ملګري هم ویلي چې افغان ډاکټرانو ورسره د وروڼو په څېر چلند کړی دی او له دې کبله چې دوی پاکستانیان دي، هغوی لا زیاته خواخوږي ورسره کړې ده.

بلخوا د مزار شریف ډاکتران وايي، که امکانات ورته برابر شي په کور دننه به د زړه د ناروغانو بریالۍ درملنې زمینه برابره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب