یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهامنیت شورا: د بندیانو ازادي، اوربند او مذاکرات په یو بل پورې...

امنیت شورا: د بندیانو ازادي، اوربند او مذاکرات په یو بل پورې تړلي دي

تاند، سه شنبه، د جوزا ۶مه: د امنیت شورا وايي، افغان حکومت تمه لري چې تاوتریخوالی کم شي او اختریز اوربند دوام وکړي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل نن په یو خبري کنفرانس کې وویل، طالبان باید تاوتریخوالی ختم کړي او اوربند ته ژمن پاتې شي.

د فیصل په خبره د جګړې اصلي قربانیان خلک دي او د اوربند دوام کولی شي چې د طالب بندیانو د ازادۍ لړۍ چټکه کړي: (( اوربند، د بندیانو خوشې کول او د مذاکراتو پيل یو په بل پورې تړلي دي، او داوربند دوام خورا اړین دی.))

نوموړي وویل، نن به حکومت ۹۰۰ طالبان ازاد کړي خو د پاتې زندانیانو خوشې کېدل او نه خوشې کېدل په طالبانو پورې اړه لري چې دوی څومره مسوولیت ادا کوي: (( یوازې د حکومت هڅې ګټه نه کوي او طالبان هم باید متقابل اقدامات وکړي.))

دا په داسې حال کې ده چې دمعلوماتو له مخې نن د څرخي پله له زندانه ۳۵۰ طالبان خوشې کېږي او پاتې شاوخوا ۵۵۰ بندیان به له بګرام او نورو زندانونو خوشې کړای شي.

تر اوسه افغان حکومت د طالبانو ۱۱۰۰ بندیان ازاد کړي دي او د ۲ زره نورو بندیانو د خوشې کولو لړۍ ته چمتووالی روان دی.
په مقابل کې يې طالبانوتر اوسه ۲۷۶ افغان زندانیان خوشې کړي دي چې یوه برخه یې ملکیان او یوه برخه یې نظامیان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب