یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهافغان مرکچي پلاوی: اجنډا مو جوړه او مخامخ مذاکراتو پیلولو ته چمتو...

افغان مرکچي پلاوی: اجنډا مو جوړه او مخامخ مذاکراتو پیلولو ته چمتو یوو

تاند، سه شنبه، د جوزا ۶مه: د افغان دولت مرکچي پلاوی وايي، له یوې میاشتې راهیسې له خپلمنځي مجلسونو او بحثونو وروسته اوس چمتو دي چې له طالبانو سره مخامخ خبرو ته کېني.

د دغه پلاوي غړي وايي، له یوې میاشتې راهیسې یې له طالبانو سره د مذاکراتو په اجنډا جوړولو او خپلمنځي سلا مشورو بحثونه کړي دي او اوس په دې تړاو د دوی ټولې تابیاوې بشپړې شوې دي.

د د دغه ټیم غړې فوزیه کوفي وايي، افغانانو د سولې پروسې د بریالي کولو لپاره یو تاریخي فرصت ترلاسه کړی دی او طالبان باید دا فرصت له لاسه ورنکړي: (( موږ ټوله روژه د اجنډا په جوړولو، د مذاکراتو د څرنګوالي او نورو تابیاو په اړه بحثونه وکړل، اوس سم وخت رارسېدلی دی چې مذاکرات پیل او طالبان جګړه بس کړي.))

د دغه پلاوي بل غړی فاروق مجروح هم د چمتووالي خبره تایید کړې او ویلي یې دي طالبان باید اوربند لا وغځوي چې دا به د باور فضا د رامنځته کولو په برخه کې زیاته مرسته وکړي.

د مجروح په خبره د حکومت لخوا د سولې لپاره پورته کړیو اقداماتو له وجې د سولې پروسه کې پرمختګونه رامنځته شوي او ډېر ژر به افغانان د مستقیمو مذاکراتو د پيل شاهدان وي.
ټاکل شوې وه چې افغاني مذاکرات د مارچ په لسمه پيل شوي وای، خو د طالبانو په وینا د ۵ زره بندیانو د نه ورخوشې کېدو له کبله دا پروسه ځنډېدلې ده.
بلخوا افغان حکومت وايي، زر تنه طالبان یې خوشې کړي دي او د ۲ زره نورو د خوشې کېدو پریکړه یې کړې چې طالبانو ته نوره د مذاکراتو د ځنډولو بهانه نه پاتې کېږي.

2 COMMENTS

  1. بلی همداسی ده ، د مثمره او با اعتماده مذاکراتو د پاره اوربند اړین دی .په هر مملکت کی چه د دو متخاصمو طرفونو په منځ کی که دا حکومت وی او یوه ډله ، او یا ددوو ډلو په منځ کی ، معمول اصل همدا دی چه د مذاکراتو نه مخکی مکمله ډزبندی وشی ، اوبیا تر هغه وخته چه مذاکرت روان وی باید دغه اوربند قایم او حاکم وی . کله چه توافق د صلحی را منځ ته شی نو بیا اروبند دایمی کیژی ، او دواړه طرفه مسؤل دی چه د خپل توافق مواد یو یو په خپل وخت عملی کړی . دلته په افغنستان کی ددغه عام اصل خلاف اوس ګورو چه طالبان اول اروبند نه کاوه ، بیا یی چه اوربند وکړ هغه هم ۳ روځی د اختر ، سوال اوس د ملت سره دادی چه اوربند خو شرعی حکم لری چه تر ټولو مخکی اول ضروری خبره داده چه قتل او قتال ودرول شی ، د طالب ډلی په اوربند کی څه تاوان دی ؟ که غواړی چه ولسی حمایت یی نور هم کمزوری نشی خو باید دوامداره اوربند اعلان کړی ، او د دولت سره خبرو ته دوام ورکړی کومه چه د ملت غوښتنه ده . وروسته د توافقه ، دیوی سیاسی ډلی په حیث په کابل کی خپل مرکزی دفتر پرانیزی ، د افغانستان په جوړونه کی برخه واخلی ، ملت ته خدمات عرضه کړی ، او په آینده انتخاباتو کی برخه واخلی . ښه مثال یی د حکمتیارد حزب اسلامی او دولت تر منځ د صلحی تعامل او توافق ؤ . البته دا واقعیت هم باید ومنو چه په دی فانی نړی کی هیڅ فرد ، ډله یا حزب که جنګی وی او که سیاسی ، خپلو ټولو آرزوګانو او غوښتنو ته سل په سلو کی نه دی رسیدلی او نه هم رسیژی ، باید چه د نورو د حقوقو بالخصوص د خپل ملت د حقوقو ډیر خیال وساتل شی ، د قناعت او تحمل پذیری څخه کار واخیستل شی ، خپله آبرو او عزت په نظر کی ونیول شی او په خپل لاس د بی ځایه حرص په نتیجه کی خپل ځان ، ځپله ډله یا حزب د خپل ملت ، دنیا او الله تعالی په وړاندی ذلیل او منفور نکړی

  2. یفتلي صیب ، زما په فکر ټالبان نه غواړي بیا د افغانستان د قدرت مزه وڅکي ، ځکه دوی پوهیږي چې د دوی لپاره دا بار ډېر دروند دی . ټالب او مسلکي تخصصي دندې لکه مځکه او آسمان سره لرې دي.
    دوی غواړي یو څه موده جنګ نور هم تود وساتي او پدې سره د پنجاب غوښتنې عملي کیږی ، ټالبانو ته هم له یوې اوبلې خوا مرستې ، سفرخرچ او سوغاتونه رسیږي. پاته شوه د ملت غوښتنه ، ټالبان به هېڅکله د افغان ملت په هکله فکر هم ونکړي . څوک چې سیاسي شعور ونه لري ، د خپلو ملګرو، ملت او نړیوالو غوښتنو ته به څه جواب ورکړي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب